د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: الظواهري په کابل کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو


د امریکا جمهور رئیس جو بایډن وايي، د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د افغانستان په پایتخت کابل کې د متحده ایالتونو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

جمهور رئیس بایډن د دوشنبې په ماښام اګست ۱ (زمري۱۰) په یوه ویډیويي بیان کې وویل: "د شنبې په ورځ د متحده ایالتونو پوځ زما په امر په کابل، افغانستان کې یو بریالی هوايي برید تر سره کړ چې په دغه برید کې د القاعدې امیر، ایمن الظواهري ووژل شو"

بایډن همدارنګه وویل چې د دقیقې څارنې په نتیجه کې د القاعده د مشر د ځای د معلومولو وروسته، نږدې یوه اونۍ مخکې یې د الظواهري د په نښه کولو "وروستۍ منظوري" ورکړې ده.

د جمهور رئیس بایډن په وینا، په دغه برید کې د الظواهري د کورنۍ غړي ندي وژل شوي او ملکي تلفات ندي پېښ شوي.

جمهور رئیس بایډن د امریکا په هوايي برید کې د الظواهري د وژل کېدو په اړه وویل: "عدالت پر ځای شو. که هر څومره وخت تېر شي او که په هر ځای کې پټ شئ، که زموږ خلکو ته خطر پېښ کړئ، متحده ایالات به تاسې پیدا کړي او له منځه یوسي... موږ هیڅکله په شا تګ نه کوو".

بایډن ټینګار وکړ چې امریکا به هیڅکله ددې اجازه ورنکړي چې افغانستان د "ترهګرو په پناه ځای" بدل شي.

هغه زیاته کړه: "هغه (الظواهري) د څو لسیزو دپاره د امریکا پر ضد د بریدونو طراح وو، لکه د امریکا په کول کښتۍ باندې د بمي برید چې ۱۷ سمندري سرتیري پکې ووژل شول او په لسګونو نور کسان پکې زخمیان شول. هغه په کینیا او تنزانیا کې د امریکا پر سفارتونو باندې په بمي بریدونو کې مهم رول درلود چې له آمله یې ۲۲۴ تنه ووژل شوی او ۴۵۰۰ نور زخمي شول".

د متحده ایالتونو جمهور رئیس وویل چې الظواهري د متحده ایالتونو د ګټو خلاف د ویرې اچونې او د امریکا د وګړو، کارکوونکو او دیپلوماتانو د وژلو هڅه کوله.

په کابل کې د امریکا په هوايي برید کې د القاعدې د مشر وژل کېدل ښيي چې امریکا کولای شي په هغه هېواد کې له پوځي حضور پرته د امریکا د ګټو خلاف تهدیدونه له منځه یوسي.

امریکا د الظواهري د نیولو او یا وژلو پر سر ۲۵ میلیون ډالر جایزه اېښې وه.

د جمهور رئیس بایډن له دې څرګندونو څو ساعته مخکې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر باندې په یوه خپاره شوي پیغام کې وویل چې د کابل په شیرپور سیمه کې بې پیلوټه الوتکې برید کړی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند په خپل پیغام کې ویلي چي دغه برید پر "یوه مسکوني کور" باندې د "امریکا ډرون الوتکو له لوري" شوی دی. هغه دا برید غندلی او ویلي یې دي چې دا د "دوحي د تړون ښکاره سرغړونه" ده. مجاهد د برید په اړه نور جریات ندي ورکړي.

غبرګونونه

د امریکا پخواني جمهور رئیس براک اوباما چې په ۲۰۱۱ کال کې یې د القاعده د شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژلو عملیات منظور کړي و، وایي چې د سپټمبر د ۱۱مې ترهګریزو بریدونو څخه ۲۰ کاله وروسته عدالت پر ځای شو او د دې ترهګریزو بریدونو یو اصلي طرحه جوړونکی ووژل شو.

د امریکا د سنا په مجلس کې د اکثریت ګوند مشر چک شومر وایي چې د جمهور رئیس جو بایډن د قاطع کړنې له کبله "د کرکې وړ ډله ایز وژونکی" له منځه ولاړ.

ښاغلي شومر ویلي چې دا د جمهور رئیس بایډن لپاره یوه ستره بریا ده.

د سنا مجلس دې غړي په اعلامیې کې ویلي، "امریکایان زمونږ د استخباراتي ټولنې، سرتیرو او دپلوماتانو د مهارت او زړه ورتیا څخه منندوی دي او شپه او ورځ د امریکایانو د خوندیتوب لپاره کار کوي.

په همدې حال کې د امریکا د کانګریس د استازو په مجلس کې د استخباراتو د جرګه ګۍ مشر ایډم شیف په یوې اعلامیې کې ویلي چې ایمن الظواهري یو ظالم ترهګر و چې د زرګونو امریکایانو د وژل مسؤل و.

ښاغلي شیف ویلي چې د ظواهري په وژل کیدو سره نړۍ خوندي شوه.

سعودي عربستان د القاعده د مشر د وژل کیدو هرکلی کړی.

د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې راغلي چې "سعودي عربستان د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن د اعلان هرکلی کوي چې د القاعده ترهګر مشر ایمن الظواهري په نښه شوی او وژل شوی".

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هغه په نړۍ کې د ترهګرۍ یو مشر و چې په متحده ایالاتو، سعودي عربستان او په نړۍ کې په نورو هیوادون یې د ناوړه ترهګریزو بریدنو د پلان جوړونې او اجرا کیدو مشري کوله.

پر امریکا باندې د ۲۰۰۱ کال د ۱۱ سپتمبر له بریدونو وروسته، د امریکا په مشرئ ایتلافي ځواکونو په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیات پیل کړل، چیرې چې د القاعدې پخوانی مشر اسامه بن لادن او ایمن الظواهري دواړه فعال وو. خو د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د القاعدې دغه دواړه مشران تري تم شول او د ډیر وخت دپاره یې د اوسېدنې ځای معلوم نه وو.

اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مۍ په دوهمه د پاکستان پایتخت اسلام آباد ته نږدې د ایبټ آباد په سیمه کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو

د متحده ایالتونو یوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط د رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د طالبانو لوړپوړو مشرانو په کابل کې د الظواهري د موجودیت په اړه معلومات درلودل.

له هغه راهیسي چي طالبان د تیر کال په اګست کې په افغانستان کې واک ته ورسېدل، امریکايي چارواکي له پاکستاني مشرانو سره په تماس کې وو او له هغوی څخه یې غوښتنه کوله چې "پخپل هوايي قلمرو" کي په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو دپاره ځای ورکړي.

په ۲۰۰۱ کال کې، د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو حکومت له دې آمله راوپرځاوه چې د القاعده ترهګرې شبکې ته یې په خپل هېواد کې پناه ورکړې وه.

په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون له مخې، طالبانو منلې چې د القاعده شبکې په ګډون هیڅ ترهګرې ډلې ته به ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د امریکا او نورو ملکونو امنیت ته خطر پېښ کړي.

خو د ملګرو ملتونو وروستۍ ارزونې ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا حاکمېدو وروسته، د القاعدې شبکې مشرتابه باثباته شوې او دې ته ځان برابروي چې یو ځل بیا د لویدیځ په خلاف د یوې قوي ترهګرې ډلې په توګه رابرسېره شي.

استخباراتي معلومات

ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس جوړ شوي یو راپور په روانه میاشت کې وښودله چې د طالبانو په حاکمیت کې القاعدې یوه اندازه ازادي تر لاسه کړې، او مشران یې کولای شي په آسانه او متواتر ډول له خپلو اړوند کسانو او ملاتړو سره په تماس کې شي. دې راپور همدارنګه وښودله الظواهري، چې مخکې ګومان کېده صحت یې ښه نه دی، "ژوندی دی او آزادانه تماسونه نیسي".

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې د نسبي آزادۍ تر لاسه کولو سره سره، القاعده ښايي ددې دپاره له بهرنیو بریدونو څخه ډډه وکړي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت و نه شرموي او بل دا چې دغه شبکه لا تر اوسه "بهرنی عملیاتي توان" نلري.

د دفاعي چارو او دیموکراسی د پوځي او سیاسي توان بنسټ مشر او څېړونکی براډلي بومن وايي، د امریکا لپاره مهمه ده چې د ترهګرو شبکو ریښې پرې کړي.

هغه وايي: "هدف دا دی چي هلته پر ترهګرو فشار واچول شي تر څو ددې توان پیدا نکړي چې موږ دلته ووژني". ښاغلی بومن زیاتوي: "په واشنګټن کې د پالیسۍ هر تصمیم تر یوه حده باید ددغه اصل له مخې ولیدل شي".

XS
SM
MD
LG