د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او جنوبي کوریا ته د شمالي کوریا ګواښ


د شمالي کوریا د ملي دفاع کمیسون نن ګواښ وکړ چې که امریکا او جنوبي کوریا د یکشنبې په ورځ د جاپان په بحیرې کې د پروګرام سره سم د سمندري قواوو تمرینات وکړي نو د دغو دواړو ملکونو په مقابل کې به " مقدسه جګړه" پیل کړي.

پیونګ یانګ ویلي دي چې دغو سمندري تمریناتو ته به د خپلې ذروې دفاع پر بنسټ ځواب ووایي.

کله چې امریکا او جنوبي کوریا ګډ نظامي تمرینات کوي نو شمالي کوریا تل مدام همداسې ګواښونه کړیدي. خو دغه وروستۍ شدیدې تبصرې پداسې حال کې کیږي چې د کوریا په ټاپو وزمه کې جنجالونه او تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شویدی چې د جنوبي کوریا یوه جنګې بیړۍ ډوبه شوه او ملامتي یې په شمالي کوریا باندې واچول شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنټن په ویتنام کې د آزیان ملکونو په غونډې کې وویل چې شمالي کوریا یو ګوښه پاتې او جنګ غوښتونکی رژیم دی چې پارونکی او خطرناکه رویه یې را اخیستې ده.

هغې ددې اونۍ په سر کې په شمالي کوریا باندې د نوو اقتصادي بندیزونو د لګولو اعلان هم وکړ.

XS
SM
MD
LG