د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا کانګرس افغانانو ته د ۴۰۰۰ نویو ویزو ورکولو وړاندیز وکړ 

د کانګرس ودانۍ
د کانګرس ودانۍ

په متحدو ایالتونو کې د افغانانو د مېشتولو لایحه (Afghan Adjustment Act)، چې په اساس به یې زرګونو افغانانو ته دایمي اقامه ورکول کېده او د ژوند نور امکانات برابرېدل، په کانګرس کې منظوره نشوه، خو د کانګرس غړیو افغانانو ته د مهاجرت ۴۰۰۰ نویو ځانګړو ویزو (SIV) د ورکولو وړاندیز وکړ.

امریکايي سناتورې جین شهین، چې په متحدو ایالتونو کې د افغانانو د مېشتولو د پروګرام کلکه پلوۍ ده، تېره ورځ وویل چې د حزبي نظري اختلافاتو له کبله په وروستۍ شېبې کې دې ستونزې ته د حل لاره پیدا شوه او وړاندیز وشو چې ۴۰۰۰ د مهاجرت ځانګړو ویزو طرحه دې وړاندې شي.

د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې، چې امریکایان له افغانستان څخه ووتل، شاوخوا ۸۰زره افغانان متحدو ایالتونو ته انتقال کړل شول، په دوی کې یې یو شمېر د ځانګړو ویزو مستحق بلل کېدل خو بشر دوستانه ویزې ورکړل شوې.

که په امریکا کې د افغانان د مېشتولو لایحه منظوره شي، متحدو ایالتونو ته د بشر دوستانه ویزو په اساس انتقال کړل شویو افغانانو ته به د دایمي اقامې د اخیستلو لاره پرانیستل شي، اوس د دوی د ویزو موده دوه کلنه ده.

دموکراتان او یو شمېر جمهوریت غوښتونکي د دغې لایحې ننګه کوي. سپينې ماڼۍ هم د کانګرس له غړو غوښتي دي چې دا لایحه منظوره کړي.

تېره اونۍ د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین جین پیري په خبري کنفرانس کې په دې اړه وویل: « موږ د افغانانو د مېشتولو د طرحې د تصویب په اړه د کانګرس د روانو هڅو کلک ملاتړ کوو. او موږ له کانګرس څخه هم غواړو او دا [هڅه] به روانه ساتو چې دا قانون د ولسمشر مخې ته کېږدو چې د افغانانو د ثابتې قانوني دایمي اقامې لپاره لاره برابره شي.»

د دغې طرحې د منظورۍ لپاره له څو میاشتو راهېسې یو شمېر افغانانو د کانګرس د ودانۍ مخې ته پرلت پیل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لپاره د امریکا د پخوانیو سفیرانو یوې ډلې په یوه لیک کې د امریکا له قانون جوړوونکو څخه غوښتي دي چې باید دا طرحه د امریکا د راتلونکي کال په بودیجه کې شامله کړي.

سفیرانو په لیک کې چې تېره ورځ کانګرس ته لېږل شوی راغلي: "دا طرحه زموږ له متحدانو سره د جنګ په وخت کې شوې لازمي ژمنې عملي کوي. دا یو اخلاقي مسئولیت دی او همدارنګه دا خبره یقیني کوي چې په راتلونکو جنګونو کې به ملاتړي ومومو."

دا لیک د راین کراکر، رونالډ نیومن، ویلیم ووډ، ارل انتوني وین، جیمز کننګهم، پي مایکل مک کینلي، هوګو لارنس او راس ویلسن لخوا لاسلیک شوی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG