د امریکا د کانګرس د دواړو ګوندونو یو شمېر قانون جوړونکو د دوشنبې په ورځ (نومبر ۲۳) د انوېډیا شرکت د مدیره پلاوي له لوري ددغه شرکت د اجرائیوي مشر په توګه د جېنسن هوانګ د بیا ګمارلو پریکړه له نیوکو سره مخ شوېده.
قانون جوړونکو د ټکنالوژي ددې شرکت د ملي امنیتي تضمینونو په اړه پوښتنې راپورته کړې او له شرکت څخه یې غوښتي چې کانګرس ته وضاحت ورکړي.
په کالیفورنیا ایالت کې مېشت د انوېډیا شرکت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا د حکومت له لوړپوړو چارواکو څخه یې نظرونه ترلاسه کړي او د هوانګ بېرته ټاکل کېدل د ملي امنیت لپاره هېڅ خطر نه پېښوي.
خو د استازو جرګې د درېیو کمېټو جمهوري غوښتونکو مشرانو، جان مولېنر، ریک کرافورډ او براین ماسټ، په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې د دوی اندېښنې لا هم نه دي حل شوې.
په اعلامیه کې ویل شوي: «د انوېډیا د مدیره پلاوي لنډه داخلي څېړنه او د جېنسن هوانګ بېرته ټاکل کېدل، د ملي امنیت ګواښونه او هغه پوښتنې نه شي له منځه وړلی چې باید ځواب شي.»
دغو قانون جوړونکو ویلي چې جېنسن هوانګ او د شرکت اجرائیوي مرستیال، عمومي حقوقي سلاکار او منشي ټیم ټېټر تایید کړې چې د پلان له مخې به د ډسمبر په لومړۍ او دویمه نېټه له کانګرس سره د خپلو ثبتېدونکو مرکو لپاره حاضر شي.
دوی په اعلامیه کې ویلي چې د انوېډیا د محصولاتو د احتمالي قاچاق، د چین د پوځ په ګټه د دغو محصولاتو د کارولو او د چین د مصنوعي ځیرکتیا د وړتیاوو د پیاوړي کولو په برخه کې د هغوی د رول په اړه خپلې څېړنې ته ژمن دي.
د هوانګ بېرته ټاکل کېدل په داسې حال کې کېږي چې نوموړي د روانې میاشتې په لومړیو کې له خپلې دندې استعفا کړې وه. دا استعفا وروسته له هغې وه چې داسې راپورونه خپاره شول چې نوموړی له الیس هوانګ سره اړیکې لري؛ هغه ښځه چې د چین له استخباراتي ادارو سره د اړیکو لرلو شک پرې کېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» له لارې د هوانګ بېرته ټاکل کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د هغه بېرته راتګ د شرکت او د امریکا د اقتصاد لپاره مهم دی.
ټرمپ زیاته کړې: «د امریکا حکومت هېڅ دلیل نه لري چې باور وکړي بېرته انوېډیا ته د جېنسن راتګ د ملي امنیت لپاره کوم خطر پېښوي.»
د ټکنالوژۍ میلیاردر او د ټېسلا اجرائیوي مشر ایلان ماسک هم د دوشنبې په ورځ د هوانګ بېرته ټاکل کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې «اشتباه اصلاح شوې ده.»
ماسک د ټولنیزې شبکې اېکس له لارې د شنبې په ورځ هم ویلي وو چې انوېډیا به د هوانګ له شتون پرته ځینې «حیاتي» سوداګریز قراردادونه له لاسه ورکړي.
د کانګرس د غړو غبرګونونه
د امریکا د سنا ډیموکراټې غړې الیزابت وارن د هوانګ بېرته ټاکل کېدل «بېپروایي» بللې ده.
وارن په اېکس کې لیکلي: «د ټرمپ اداره باید روښانه کړي چې د هوانګ د بېرته ټاکلو د ملاتړ لپاره کوم نظرونه ورکړل شوي او د حکومت کومو لوړپوړو چارواکو دا نظرونه وړاندې کړي دي.»
د سنا جمهوري غوښتونکي غړي جان کورنین هم د انوېډیا د امنیتي تضمینونو په اړه پوښتنه کړې او په اېکس کې یې لیکلي: «د ملي امنیت لپاره هېڅ خطر نشته؟ د څه پر بنسټ؟»
بل جمهوري غوښتونکي سناتور پېټ ریکټس ویلي چې د هوانګ چلند د هغه د بېرته ټاکلو وړ نه دی.
هغه لیکلي: «د انوېډیا خپل مدیره پلاوي د هوانګ چلند له روڼتیا او بشپړ صداقت څخه لرې بللی دی. ما هم د یوه عامه شرکت د مدیره پلاوي غړیتوب کړی دی. د هغه چلند د بېرته ټاکلو وړ نه دی.»
د استازو جرګې جمهوري غوښتونکي غړي ډان بېکن هم د هوانګ د بېرته ټاکلو پر پرېکړې نیوکه کړې ده.
بېکن پر فېسبوک لیکلي: «جېنسن هوانګ د یوې چینايۍ جاسوسې له خوا تر نفوذ لاندې راغلی او ترې ناوړه ګټه اخیستل شوې ده. انوېډیا باید له هوانګ پرته خپل کار ته دوام ورکړی وای.»
څېړنې به دوام وکړي
د هوانګ له بېرته ټاکل کېدو سره سره، انوېډیا ویلي چې د مدیره پلاوي خپلواکه کمېټه به د هغو راپورونو په اړه خپلې څېړنې ته دوام ورکړي چې ادعا کوي هوانګ د یوې بهرنۍ استخباراتي ادارې د عملیاتو هدف ګرځېدلی و.
دغې کمېټې خپلواک حقوقي سلاکار ګومارلی او هوانګ ژمنه کړې چې له څېړونکو سره به بشپړه همکاري وکړي.
انوېډیا په خپلې اعلامیې کې ویلي چې له روانو حکومتي څېړنو او پوښتنو سره به همکاري وکړي.
شرکت همدارنګه ویلي چې د ملي امنیت او صادراتو د کنټرول نوې جوړه شوې کمېټه به د سوداګریزو مقرراتو د رعایت او د ملي امنیت د احتمالي خطرونو څارنه کوي.
شرکت پلان لري چې د مقرراتو د رعایت د چارو لپاره یو ځانګړی مشر وټاکي، څو د شرکت په ټولو برخو کې د قوانینو او مقرراتو د پلي کېدو بهیر پیاوړی کړي.
د شرکت د اعلامیې له مخې، کولېټ کریس چې د هوانګ له استعفا وروسته یې د لنډمهالې اجرائیوي مشرې په توګه دنده ترسره کوله، د مالي چارو د مشرې په توګه به خپل کار ته دوام ورکړي. هاروي جونز به هم د مدیره پلاوي د مشر په توګه پاتې شي.
مېګاسپیډ د امریکا په سوداګریز تور لېست کې
په یوه بل پرمختګ کې، د امریکا د سوداګرۍ وزارت د دوشنبې په ورځ په سنګاپور کې مېشت شرکت «مېګاسپیډ» (Megaspeed) د سوداګریزو محدودیتونو په تور لېست کې شامل کړ. دا شرکت د انوېډیا له شریکانو څخه دی.
دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د امریکا قانون جوړونکو او د ټرمپ د ادارې چارواکو پر دغه شرکت نیوکې وکړې.
د امریکايي قانون جوړونکو او رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا استخباراتي چارواکي شک لري چې الیس هوانګ، چې د کلاوډ کمپیوټینګ په یوه شرکت کې پخوانۍ اجرائیوي مشره وه، له چینايي استخباراتي ادارو سره اړیکې لري.
نوموړې له جېنسن هوانګ سره هم اړیکې لرلې. د انوېډیا اجرائیوي مشر په خپله څو ځله له واده بهر اړیکې لرل منلي دي.
پر مېګاسپیډ دا شک هم کېږي چې د انوېډیا پرمختللي چپونه یې چین ته لېږلي دي؛ دا کار د امریکا د صادراتو د کنټرول له مقرراتو سرغړونه ګڼل کېږي.
سنګاپور د سېشنبې په ورځ د نومبر ۲۴مه له امریکا سره موافقه وکړه چې د دغه شرکت په اړه به په ګډه څېړنې وکړي.
د سنګاپور صدراعظم لارنس وانګ د سېشنبې په ورځ په کانبیرا کې یوې خبري غونډې ته وویل: «که داسې شرکتونه وموندل شي چې زموږ له قوانینو یې سرغړونه کړې وي، موږ به خامخا پرې جدي قانوني اقدامات وکړو. زموږ د مېګاسپیډ د څېړنې بنسټ همدا دی.»
وانګ زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو څېړنې روانې دي او سنګاپور د دې موضوع په اړه له امریکايي چارواکو سره خبرو ته دوام ورکوي.
د انوېډیا پرمختللي چپونه په پراخه کچه د مصنوعي ځیرکتیا په پرمختللو سیستمونو او د معلوماتو په مرکزونو کې کارول کېږي. خو چین ته د دغو چپونو پر پلور لا هم د امریکا صادراتي محدودیتونه لګېدلي دي. واشنګټن وايي، دغه محدودیتونه د امریکا د حساسو ټکنالوژیو د خوندي ساتلو لپاره اړین دي.
فورم \ دبحث خونه