د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د یکشنبې په ورځ [جولای ۱۹مه] د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ټامي پیګټ د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې روبیو او عون د "درې اړخیز چوکاټ" په اړه خبرې کړې دي.
"درې اړخیز چوکاټ" هغه هوکړه لیک دی چې د جون میاشتې په وروستیو کې په واشنګټن ډي سي کې د امریکا په منځګړتوب د لبنان او اسرائیل د استازو لخوا لاسلیک شو. ددغه سند موخه د اسرائیل او لبنان ترمنځ د جګړې پای ته رسول او د حزب الله د ترهګرې ډلې بې وسلې کول دي.
د روبیو او عون د غونډې په اړه د پیګټ په اعلامیې کې راغلي: "وزیر [د بهرنیو چارو] د ولسمشر عون تر مشرۍ لاندې د لبنان د حکومت د زړورتیا او د لبنان د حاکمیت د بېرته ترلاسه کولو، د حزب الله د بې وسلې کولو، د هغې د ترهګریزو زیربناوو د له منځه وړلو، او سولې ته د تګ په برخه کې د دوی د هوډمنو هڅو ستاینه وکړه."
په اعلامیې کې دا هم لیکل شوي چې د لبنان له ولسمشر سره په خپلو خبرو کې مارکو روبیو د "درې اړخیز چوکاټ د بریالي پلي کولو" ملاتړ ته د متحده ایالتونو پر ژمنتیا، او همدارنګه د "سولې راوستلو او د اقتصادي وضعیت د ښه کولو" لپاره د لبنان د حکومت پر هڅو ټینګار کړی دی.
په اعلامیې کې د روبیو او عون ترمنځ د غونډې ځای نه دی یاد شوی خو ټاکل شوې چې د لبنان ولسمشر د سهشنبې په ورځ [جولای ۲۱مه] په سپینې ماڼۍ کې د متحدو ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.
دا په تېرو نږدې دوو لسیزو کې لومړی ځل دی چې د متحدو ایالتونو او لبنان مشران په سپینې ماڼۍ کې سره ګوري.
تمه کیږي چې ټرمپ او عون به د حزب الله د ترهګرې ډلې بې وسلې کولو او د لبنان له سویل څخه د اسرائیلي سرتیرو د وتلو په اړه خبرې وکړي.
فورم \ دبحث خونه