د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا وبا؛ د امریکا په ځېنو ایالتونو کې قیودات نرم شوي دي


د امریکا کې په یو شمېر ایالتونو کې چارواکو قیودات نرم کړي دي او پرچون پلورنکیو او سلمانیو ته یې د فعالیت اجازه ورکړې ده. په پام کې ده چې په راتلونکو اوونیو کې نور ایالتونه هم محدودیتونه راکم کړي.

د کرونا وبا اکثره ایالتونه له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي او چارواکي د مرکزي حکومت مالي مرستو ته په تمه دي.

په نړۍ کې په کرونا وېروس د اخته کسانو تایید شوی شمېر نږدې درې مېلیونو کسانو ته رسېدلی چې لدې جملې نه څه د پاسه ۲۰۶ زره کسان مړه شوي دي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې ۹۴۰ زره پېښې ثبت شوې او مړو شمېر له ۵۴ زرو کسانو څخه اوښتی دی.

د وېروس د خپرېدو له خطر سره سره، د ټینیسي، کولاراډو او مونټانا ایالتي چارواکو پرېکړه کړې چې په روانې اونۍ کې محدودیتونه راکم کړي.

په امریکا کې د اقتصادي چارو او د کاروبارونو د پیل کېدو په اړه روغتیايي متخصصینو خبرداری ورکړی او څرګنده کړې یې ده چې له یو کس نه بل کس ته د وېروس د انتقالېدو اندېښنه ډېره زیاته ده.

قیوداتو په امریکا کې بېکاري زیاته کړې او یو لړ اقتصادي ستونزې یې زېږولې دي.

د سپینې ماڼۍ جګپوړی سلاکار او اقتصادپوه کیون هیسټ وایې د کروناوبا، د امریکا اقتصاد په "منفي ډول لړزولی" دی.

د منیسوټا ایالت دموکراټه سناتوره ایمي کلوبشار پر اړوندو چارواکو غږ کړی چې ایالت کې باید د خلکو "د ټسټ کولو وړتیا دوه چنده وي".

د مشیګن ایالت والي هم د مېرمن کلوبشار خبره تائیدوی او ټینګار کوي چې "په هره سیمه کې باید د خلکو د معاینه کولو وړتیا موجوده وي".

XS
SM
MD
LG