د لاس رسي وړ اتصالات

د لندن مسلمان ښاروال په شیکاګو کې د ټرمپ پر دریځونو انتقاد وکړ


لندن ښاروال صادق خان (راسته لاس) د شیکاګور د ښاروال رام ایمانیول سره د خبرو پرمهال
لندن ښاروال صادق خان (راسته لاس) د شیکاګور د ښاروال رام ایمانیول سره د خبرو پرمهال

د لندن ښاروال صادق خان چې د امریکا د شیکاګو ښار ته په سفر راغلی د پنجشنبې په ورځ یې وویل چې امریکا ته نوي راتلونکي کډوال باید مجبوره نه وي چې د امریکا په کلتور کې ځانونه ورګډ کړي بلکې د امریکا حکومت ته په کار ده چې متحدې او بااتفاقه ټولنې رامنځ ته کړي.

خان چې د لندن لومړی مسلمان ښاروال دی په مستقیم ډول یې د جمهوري ګوند د کاندید ډونالد ټرمپ نوم یاد نکړ خو پر څو دریځونو باندې یې چې هغه د مسلمانو کډوالو په هکله غوره کړي وو، انتقاد وکړ.

خان داسې وویل: ،،دا زما کار نه دی چې په یوه بل هیواد کې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې مداخله وکړم. پر ما امریکا ډیره ګرانه ده خو دا د امریکایانو کار دی چې څوک د خپل هیواد ذهیم وټاکي. خو زه به دومره ووایم چې مونږ د یو لړ دریځونو په غوره کولو سره چې وايوو یو څوک په عین حال کې مسلمان او د لویدیځ ارزښتونو تابع کیدای نسي، مستقیما هغه څه کوو چې زمونږ ترمنځ نفاق پیدا کونکي افراطیان او ترهګر یې غواړي. په دې کار سره زمونږ دپاره دا ګرانیږي چې متحدې ټولنې رامنځ ته کړو او د ترهګرو دپاره آساني رامنځ ته کېږي چې زمونږ ځوان قشر افراطي کړي او مونږ د خطر سره مخ کړي که هغه په امریکا کې وي، او که په فرانسه او بریتانیا کې وي. دا دریځ مونږ یوځای کوي نه بلکې مونږ پر ډلو ډلو مو ویشي. دا دریځ زمونږ ترمنځ دیوالونه رامنځ ته کوي او سته پلونه چې مونږ سره نږدې کوي، له مینځه وړي.،،

د یادونې وړ ده چې ټرمپ پخوا ویلي و چې پر ټولو مسلمانانو دي امریکا ته د راتګ بندیز ولګول سي. خو اوس یې په دې ورستیو کې خپل دریځ نسبتا نرم کړی دی او وايي چې یواځي د هغو هیوادونو څخه به د مسلمانانو پر راتګ باندې بندیز ولګوي چې د ترهګرۍ سابقه لري.

د لندن والي وویل چې د هغه ډیموکراته کاندیده هیلري کلینټن ډیره خوښه ده او کلینټن یې تر ټولو با تجربه کاندیده وګڼله.

ټرمپ او خان د اختلاف سابقه لري. د روان کال د مې په میاشت کې کله چې صادق خان د لندن ښاروال سو نو د مسلمانانو د مهاجرت په هکله یې د ټرمپ څرکندونې د هغه ناپوهي وبلله.

XS
SM
MD
LG