د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې د خبرداري سربیره امریکا اوکراین ته د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو سیستم ورکړ


سره لدې چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړی و که د لیرې واټن ویشتونکي توغندیو سیستم اوکراین ته ورکړي، مسکو به په لویدیځ کې نوي اهداف په نښه کړي خو د اوکراین د دفاع وزارت نن پنجشنبه جون ۲۳ (چنګاښ۲) تائید کړه چې د امریکا لخوا ورته د توغندیو دا سیستمونه ورسیدل.

د اوکراین د دفاع وزیر اولینسکي ریزنیکوف هیله ښودلې چې د (HIMRAS) په نامه د توغندو دا سیستم به چې قوي وسله ده، په جګړې کې کیف ته برلاسی ورکاندي.

ښاغلي ریزنیکوف د امریکا د دفاع د وزیر لویډ آسټن څخه د دې سیستم د ورکړې له کبله مننه کړې. هغه ویلي، " د خپل همکار څخه ددې قوي وسلو له کبله مننه کوم. اوړی به د روسي اشغالګرو لپاره تود وي او ښایي د ځینو لپاره به یې دا وروستی اوړی وي".

د اوکراین د دفاع وزیر دا ندي ویلي چې متحده ایالاتو څو دانې سیستمونه ورکړي خو دومره یې ویلي چې د HIMARS سیستم ته یې اړتیا درلوده چې وکړی شي په ښه توګه د روسیې د هغو توغندیو د واټن سره مقابله وکړي چې د دنباس په سیمه کې یې په اوکرایني سرتیرو د برید کولو لپاره کاروي.

روسیې متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړی و چې دا قوي وسلې دې اوکراین ته نه ورکوي خو امریکا وایي وروسته تر هغه یې کیف ته ددې وسلو د ورکولو پریکړه وکړه چې اوکرایني چارواکو ډاډ ورکړ چې د دې وسلو څخه به د روسیې په خاورې د برید کولو څخه کار نه اخلي.

امریکایي چارواکو ویلي چې د اوکراین جګړې ته خپل او د ناټو متحدینو ځواکونه نه استوي خو واشنګټن او اروپایي ملګرو یې کیف ته بې پیلوټه الوتکې، د هویټزر توغندي واروونکي، د الوتکو ضد د سټینګر توغندي او د ټانکونو ضد جاویلان توغندي ورکړي چې د روسیې مقابله پرې وکړي .

په عین حال کې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د دې وسلو اړوند په مرکې کې چې هغه د (روسیه-۱) سرکاري تلویزیون سره کړې ویلي چې دا وسلې کومه نوې خبره نده او نه به هم کوم شی بدل کړي خو خبرداری یې ورکړی و چې روسیه به " هغه اهداف په نښه کړي چې تر اوسه مو ندي وهلي".

پوتین ونه ویل چې په کوم هیواد / هیوادونو کې به اهداف په نښه کړي خو تر دې وړاندې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي خبرداری ورکړی و چې روسیه به په اوکراین کې تمه نشي او ښایي په نورو اروپایي هیوادونو هم یرغل وکړي.

XS
SM
MD
LG