د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ښایي د افغانستان لپاره د فولبرایټ پروګرام بیا پیل کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د افغانستان لپاره د فولبرایټ تحصيلي بورسونو د پروګرام په بیا پیل کولو غور کوي.

دا پروګرام په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدو نه وروسته وتړل شو خو وزارت وایي چې د را روان تعلیمي کال لپاره یې په بیرته پیل کولو غور کوي.

د وزارت یو ویاند امریکا غږ ته وویل چې په اوس وخت کې د هغو افغان متقاضیانو په غوښتنلیکونو غور کوي چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ تعلیمي کالونو لپاره یې دا بهیر څه ناڅه بشپړ کړی او تر نیمه نهایي پروسې رسیدلي دي.

د وزارت ویاند وویل، " مونږ پدې کار کوو چې د افغان محصلینو لپاره د فولبرایټ پروګرام په خوندي توګه پیل کړو. سره لدې چې په صحنه کې حالات ندي بدل شوي خو د افغانستان لپاره د فولبرایټ پروګرام د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ تعلیمي کال د پلان په جوړولو کار کوو".

افغان محصلین چي تر نیمه نهایي بهیر څخه تیر شوي هغوي دي چې د انګریزي ژبې د وړتیا د ښودلو تر څنګ یې نورې اړوندې آزموینې ورکړي او تر ډیره حده یې د دې پروګرام شرایط پوره کړیدي.

دا چې په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت د طالبانو د راتګ سره سم تړل شوی او هغه افغانان چې امریکا ته سفر کوي، د ویزې تر لاسه کولو لپاره باید داسې یو دریم هیواد ته ولاړ شي چې امریکا پکې سفارت لري، نو معلومه نده چې د فولبرایټ سکالرشیپ تر لاسه کوونکو ته به چیرته او څه ډول ویزې ورکړل شي.

د نورو ویزو درلودونکو برعکس هغوي چې د فولبرایټ سکالرشیپ اخلي او متحده ایالاتو ته ځي، د ویزې او الوتکې د ټیکټ پیسې هم نه ورکوي.

متحده ایالات هر کال د نړۍ په لسګونو هیوادونو کې شاوخوا ۴ زرو محصلینو ته په امریکایي پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو لپاره د فولبرایټ سکالرشیپونه ورکوي.

دا پروګرام په ۱۹۶۴ کال کې پیل شو او تر ننه پکې د نړۍ د ۱۶۰ هیوادونو څخه څه باندې ۴۰۰ زره محصلین متحده ایالاتو ته د لوړو زده کړلو لپاره راغلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چي د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ تعلیمي کال لپاره د افغانستان څخه د نویو متقاضیانو غوښتنلیکونه نه مني او لا دا هم نده معلومه چې آیا افغان محصلین به وکړی شي د ۲۰۲۴-۲۰۰۵ تعلیمي کال لپاره به غوښتنلیکونه وسپارلی شي که نه.

د ۲۰۰۳ میلادي کال څخه تر ۲۰۲۱ پورې څه باندې ۹۵۰ افغان محصلینو ته د فولبرایټ سکالرشیپونه ورکړل شوي چې ډیری یې په امریکایي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ د زده کړو لپاره راغلي.

XS
SM
MD
LG