د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د وژل شویو سرتېرو د یاد او درناوي‌ ورځ


امریکایان هر کال د مۍ د میاشتې په وروستۍ دوشنبه د پوځ د هغوو منسوبینو یاد تازه کوي چې هیواد ته د خدمت په لار کې یې ژوند بایللی.

دا ورځ هغه مناسبت بلل کېږي چې سرتېرو د ډېرو خلکو د ژوند او بقا لپاره قرباني ورکړې او د هیواد د دفاع او ددې هیواد د ارمانونو لپاره د هغوی د خدماتو او سرښندنو ستاینه او قدرداني‌ وشي.

د کرونا وبا د مخنیوي په مقصد د لګیدلو بندیزونو په خاطر د دوه کلن ځنډ وروسته د سږکال مراسم د مۍ په ۳۹ (غبرګولي ۹) په واشنګټن ډي سي کې په رسم کذشتونو ترسره کیږي.

ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د یاد په مراسمو کې د ویرجینیا الایت په ارلینګټن کې د امریکا ملي هدیرې ته ولاړ شي او د بې نومه (سپاهي ګمنام) پر قبر د ګلانو ګیډۍ کیږدي.

زیات شمیر امریکایان په ځانګړې توګه هغه کورنۍ چې غړو یې د امریکا د وسله وال پوځ په لیکو کې د خدمت پر وخت د متحده ایالاتو د دفاع په خاطر وژل شوي د خپلو عزیرانو د یادونې لپاره هدیرو ته ځي او د هغوی پر قبرونو باندې د ګلانو ګیډۍ ایږدي.

د موټر سایکل سپرو رسم ګدشت په واشنګټن ډي سي کې د ځانګړي مراسمو یوه بر خه ده. سږکال موټرسایکل چلوونکو په پوځ کې د ځان وژنو د زیاتیدو د پوهاوي په مقصد په واشنګټن ډي سي کې رسم ګدشت وکړ.

ددغه پروګرام چلوونکو په خپله رسمي ویبپاڼه لیکلي چې د موټر سایکل سپرو د سږکال د رسم ګدشت هدف د پخوانیو پوځیانو په وړاندې د ځان وژنو په ګډون اساسي موضوعګانو ته د پاملرنې جلبول دي.

ددې ویبپاڼې د شمیرو له مخې هره ورځ ۲۲ تنه چې دمخه یې د امریکا په وسله وال پوځ کې خدمت کړی، په ځان وژنه لاس پورې کوي.

د یادونې د ورځې تاریخچه

د یادونې ورځ د لومړي ځل لپاره په ۱۸۶۸ کال کې د امریکا د کورنۍ جګړې د پای ته رسیدو درې کاله وروسته ونمانځل شوه. ددې ورځې نمانځل چې یو وخت هم د تزین (سینګار) د ورځې په نوم یادیدل، د کومې مشخصې جګړې یا حتی د جګړې د درناوي په مقصد نه وه، بلکې هدف یې د هیوادوالو هڅوونه ده چې د پځوانیو پوځیانو سرښندنې په یاد ولري او د هغوی په قبرونو باندې د ګلانو ګیډۍ او سرې پټۍ کیږدي او درناوی یې وکړي.

د یادونې د ورځې په لومړنیو مراسمو کې شاوخوا ۵۰۰۰ تنو په واشنګټن ډي سي کې د ارلینګټن په ملي هدیره کې د امریکا په کورنۍ جګړه کې د ۲۰زره وژل شویو پوځیانو قبرونه په ګلانو او سرې پټیو سینګار کړل پرته له دې چې دا په پام کې ونیسي چې دغه پوځیان د جګړې په کوم اړخ پورې مربوط دي او په کومه جبهه کې جنګیدلي دي. دا مناسبت په داسې دود بدل شو چې بیا ټول هیواد ته خپور شو.

په همدې ډول د یادونې په هره ورځ په ټول هیواد کې د پوځي اتلانو د قبرونو لوحې او د هغوی د یادښت څلي په کوچنيو بیرغونو او د رنګارنګ ګلانو په ګیډیو سینګاریږي.

همداشان په متحده ایالاتو کې د یادونې ورځ د دوبي د لومړۍ ورځې په توګه هم نمانځل کیږي او پدې ورځ کورنۍ سره راټولیږي او په یو دسترخوان او میز کې یو ځای ډوډۍ خوري چې کباب یې د ډوډۍ یوه عمده برخه ده.

XS
SM
MD
LG