د لاس رسي وړ اتصالات

د څلورو زرو کډوالو کاروان امریکا ته نیژدې کیږي


د مرکزي امریکا کډوالو په مکسیکو سټي کې خپله موقتي پناگاه پرېښودله او د ٢٠١٨ م کال د نومبر په نهمه ېې د متحدو ایالاتو په لور سفر ته ادامه ورکړله.
د مرکزي امریکا کډوالو په مکسیکو سټي کې خپله موقتي پناگاه پرېښودله او د ٢٠١٨ م کال د نومبر په نهمه ېې د متحدو ایالاتو په لور سفر ته ادامه ورکړله.

د څلورو زرو کډوالو کاروان دمرکزی امریکا له هېوادونو نه د متحدو ایالاتو په لور خپل سفر ته ادامه ورکوي. په دې کډوالو کې اکثریت د هندوراس او گواتیمالا اتباع دي د ښارګوټي په طرف راروان دي.

ولسمشر ټرمپ تیره جمعه په دې اړه یو فرمان لاسلیک کړ چی دامریکا اومکسیکو د سرحد له لارې چې غېرقانونی کډوال راتریږي دامریکا د ملی امنیت لپاره زیانمن کاردی.

د امریکا دمدني حقونو ادارې وايي دې کار د هغو کډوالو د پناه غوښتنی حقونه محدود اوځنډولي دی چی په غېرقانونی توگه امریکا ته داخلیږي؛ خو د څلورو زرو کډوالو کاروان دمرکزی امریکا له هېوادونو نه خپل سفر ته ادامه ورکوي.

د بشری حقونو ادارو د ولسمشر ټرمپ دافرمان په محکمو کې د پناه غوښتونکیو د غوښتنو محدودول بولي او دامریکا د مدنی ازادیو ټولنې دافرمان غېرقانونی بللی دی.

دملگرو ملتونو د کډوالو عالی کمشنرهم د ولسمشر ټرمپ پراداره انتقاد وکړ او وې ویل چې دملگروملتونو د کډوالو عالی کمشنري له ټولو هېوادونو نه توقع کوي چې که څوک د پناه غوښتلو درخواست کوي اوبشري مرستو ته اړوي نو پکارده چی دواړه ورته بې له ځنډ نه برابر شي.

د کاروان د کډوالو په جمله کې د مرکزي امریکا د هېوادونو په سلګونو کډوال د چهارشنبې په ورځ د امریکا سرحد ته نږدې د دمکسیکو د تېوانا ښارګوټي ته رسیدلي دي.

دوي تیره میاشت له لوږې او تشدد څخه د خلاصون په خاطر امریکا ته د پناه وړلو په نیت د سرحد په طرف روان شول.

دمګړۍ ۸۰۰ مهاجر د تېوانا په ښارګوتي کې دېره شوي دي. هغوي وایې چې د نورو کډوالو تر رسیدو پورې به په سیمه کې پاتې کېږي.

د سن وایسډرو بندر د مکسیکو د تېوانا ښار د امریکا له سنډیاګو ښار سره نښلوي. په دې سرحد کې تر ټولو نورو سرحدونو گڼه گوڼه زیاته وي. دلته په یوه ورځ کې د سلو پناه غوښتونکو اسناد کتل کېږي. دې حقیقت ته په پام، مهاجر باید د خپلو غوښتنلیکونو د سپارلو لپاره ډېر انتظار وکړي.

ولسمشر ټرمپ دارنګه زرګونه پوځیان سرحد ته استولي چې له سرحدي پولیسو سره د نظم په ساتلو او امنیتي ګزمو کې مرسته وکړي.

امریکا ته مهاجرت؛ کډوال باید زیات انتظار چمتو شي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:07 0:00

XS
SM
MD
LG