د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پر منځمهاله ټاکنو د اوباما د تگلارو سیوری


په داسې حال کې چې د جمهور رئیس بارک اوباما لپاره د کانگرس راتلونکې منځ مهاله ټاکنې ډیرې مهمې دي، جمهوري غوښتونکي هڅه کوي چې په سنا مجلس کې د اکثریت د گټلو لپاره، جمهور رئیس او د هغه کړنې د خپل کمپاین اساسي موضوع وگرځوي.

که چېرې هغوی دا ټاکنې وگټي، ښاغلی اوباما به د خپل ریاست په وروستیو دوو کلونو کې له نویو سیاسي ستونزو سره مخامخ شي.

په ېو حساب باندې، د ٢٠١۴ کال منځ مهاله ټاکنې د جمهور رئیس اوباما وروستی کمپاین او وروستی فرصت دی چی رایې وگټي او له دموکراتانو سره مرسته وکړي چې د سنا په مجلس کې خپل اکثریت وساتي.

ښاغلی اوباما وایي "اوس ددې مني په ټاکنو کې زه کاندید نه یم. مېرمن مې پدې اړه ډېره خوشحاله ده، خو گورئ چې دېته مو پام وي چی زه کاندید نه ېم خو زما پالیسیو ته راېې ورکول کېږي. دي هرې پالیسي ته به رایې ورکول کېږي."

جمهوري غوښتونکي ډېر لېوال دي چې پخپل ملي کمپاین کې پر جمهور رئیس اوباما باندی بحث وکړي.

په ولس کې د جمهور رئیس د محبوبیت ټیټه کچه د دې لامل شوی چې زیاتره دموکراتان له جمهوررئیس نه ځان لېرې کړي.

ښاغلی اوباما چی هر چېرته انتخاباتی مبارزه کوی، سمدستي د سیاسي جنجال ملامتیا پر جمهوري غوښتونکو ور اچوي " تاسې پوهېږۍ هغوی زما پرخلاف دي. موږ په دې پوهېږو. تاسې ټول په دې پوهېږئ که چېرې زه ېو وړاندیز وکړم، نو هغوی یې مخالفت دي."

د تحلیل کوونکي، جان فورتیېر په وینا، جمهور رئیس او د هغه دموکرات ملگري سږ کال په تاوان کې دي " ېو خو دا چی منځ مهاله ټاکنې زېاتره وختونه د جمهور رئیس په خلاف روانې وي. دوهم، په عامه نظر پوښتنو کې هم د جمهور رئیس کارونه ډېر پلوېان نلري."

شنونکی ټامسمن پدې باور دی چې، د ایبولا مسلې او د اسلامي دولت د ترهگرو گواښونو، رای ورکونکي ډېر اندېښمن کړي دي.

د هغه په اند داسې یوه فضا رامنځ ته شوې چې خلک وایي، جمهور رئیس پر دې ستونزو کنترول نلري.

خو دموکراتان، د جمهور رئیس د مېرمنې، میشل اوباما، د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې هېلري کلنتن او د هغې له خاوند او پخوانۍ جمهور رئیس بل کلنتن د کمپاینونو منندوی دي.

د نظر پوښتنو کارپوه، فرنک نیوپورت وایي، د سنا په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو برلاسي توب کیدایشي په واشنگټن کې د واک توازن بدل کړي او پدې کار سره کیدایشی سیاسي جنجالونه نور هم ادامه پیدا کړي.

ښاغلی اوباما په دې هېله قدرت ته ورسېد چې د دوه گوندي سیاست له جنجال نه به پورته کار وکړي او ځان به نه محدودوي؛ خو اوس داسی ښکاری چی هغه به د خپل جمهوری ریاست ددورې په دوه وروستیو کلونو کې له غټ سیاسي ازمیښت سره مخامخ شي.

د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د کاندیدانو وروستۍ هڅې په دې ویدیو کې کتلای شئ:

XS
SM
MD
LG