د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې ټاکنو ته یوه ورځ پاتې ده؛ جمهوري غوښتونکي د بري تمه لري


د امریکا د سه شنبې ورځې په منځمهاله ټاکنو کې به دا روښانه شي‌ چې آیا دیموکراتان کولای شي اکثریت وساتي او که به جمهوري غوښتونکي د استازو په مجلس او سنا کې اکثریت ترلاسه کړي.

دواړو ګوندونو خپلې هڅې پیل کړي دي. په داسې حال کې چې یو شمیر جمهوري غوښتونکي کاندیدان د ټاکنو په سلامتیا اندیښنه لري خو ناپېیلې ډلې د ټاکنو د بهیر څارنه کوي.

د سې شنبې په ورځ د امریکا د ۲۰۲۲ کال په منځمهاله ټاکنو کې د رایو ورکول له مخکې پیل شوي او سبا یې په حضوري شکل د رایې ورکولو وروستۍ ورځ ده. دیموکراتان اوس مهال په ډیر کم توپیر سره د استازو په مجلس کې اکثریت لري. خو تاریخ ته په کتو، کیدای شي د ولسمشر بایډن ګوند په لسګونو چوکۍ د استازو په مجلس او یو څو چوکۍ د سنا په مجلس کې له لاسه ورکړي. هغه شمیر چې کولای شي جمهوري غوښتونکو ته د کانګرس کنټرول په لاس ورکړي.

دیموکراتان وایي، د روان کال په پیل کې د سترې محکمې له خوا د سقط جنین مسئله ښايي ددې لامل شي چې رایه ورکوونکي د عادي امریکایانو پر ژوند د انفلاسیون یا بیو د لوړېدو د ناوړه اغیزو سره سره، رایه ورکړي.

دیموکرات سناتور کوري بوکر ډاډمن دی چې له روانو اقتصاد ستونزو سره سره به رایه ورکونکي د واکمن ګوند لاسته راوړنې په پام کې ونیسي.

ښاغلي بوکر وویل: "خلک په دې اړه فکر کوي او وایي، دا هغه ګوند دی چې هڅه کوي اتحادیې وساتي. دا هغه ګوند دی چې ډاډ یې رامنځ‌ ته کړ او هڅه یې وکړه چې د درملو او صحي خدماتو بیې راټیټې شي. دا هغه ګوند دی چې بالاخره د خپل ځان د حق په شان ستاسې د بنسټیزو ازادیو د خوندی کولو هڅه کوي. بناً زه فکر کوم چې دا به سخت انتخابات وي."

یو شمیر جمهوري غوښتونکو کاندیدانو د ټاکنو سلامتیا د خپلو کمپاینونو اساسي برخه ګرځولې وه او د پخواني ولسمشر په هغو ناسمو ادعاوو یې ټینګار کاوه چې ویلي وو د ۲۰۲۰ کال ټاکنې غلا شوي دي.

د جورجیا په ایالت د فالټن په ناحیه کې غیر ګوندي‌ څارونکي د ټاکنو د مرکزونو نظارت کوي. په دغه ایالت کې د سنا لپاره رقابت ډیر سخت دی. دموکرات رافایل ورناک د امریکایي فوټبال د پخواني لوبغاړی هرشل واکر سره په نږدې رقابت کې مخ دی.

په جورجیا کې پر ټاکنو د نظارت په برخه کې د کارټر مرکز په نامه خپلواکه اداره فعاله ده. ددغې ادارې مشر ډېوېډ کارول وویل: "په ټاکنو د امریکایانو باور کم شوی دی. بناً موږ د ډیرو نورو لوبغاړو ترمنځ غیر ګوندي څارونکي‌ متفاوت کسان بولو، خو موږ هم د ټاکنو د پروسې په اړه په زیات پوهاوي او د اطمینان په ترلاسه کولو سره، د څارونکو په توګه ونډه اخیستلی شو."

په پنسلوانیا ایالت کې دیموکراتان د خپل پرمختګ د بایللو څرکونه ویني، ځکه د سنا لپاره د دیموکرات کاندید جان فیترمن او د مشهورې څیرې ډاکټر مهمت اوز ترمنځ چې د ټرمپ ملاتړ ورسره دی، رقابت ډیر نږدې شوی دی.

ولسمشر بایډن د کلیفورنیا په ساندیاګو کې خبریالانو ته وویل چې هغه په دې ټاکنو کې د دیموکراتانو چانس ته خوشبین دی، خو جمهوري غوښتونکي وایي، د هغوی بریا روښانه ده.

د ویرجینیا ایالت جمهوري غوښتونکی والي ګیلن یانکن وايي د سه شنبې د ټاکنو پایلې به "ولسمشر بایډن ته د راویښیدو یو زنګ وي، او هیله من یم چې هغه ځوابونه ورته ووايي، ځکه هغه څه چې په تیرو دوو کلونو کې وشول، واقعاً په امریکا کې د ډیرو مشکلاتو د رامنځ ته کیدو لامل شول".

یانکن په دې ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو په بري باوري دی. هغه زیاته کړه: "د جمهوري غوښتونکو په مشرۍ د استازو مجلس او سنا به د کړو ژمنو د پوره کیدو لپاره هڅه وکړي، او هیله من یم چې بایډن یې واوري."

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې تر تېرې پنجشنبې ورځې پورې څه باندې ۳۲ میلیونو امریکایانو رایه ورکړې ده. یو شمیر دغه رایې د ټاکنو له شپې مخکې، نه شمیرل کیږي.

XS
SM
MD
LG