په متحدو ایالتونو کې ملي ټاکنې د ایالتونو په کچه ترسره کېږي او هر ایالت د رایهورکوونکو د نوملیکنې، د رایې ورکولو د څرنګوالي او وخت لپاره خپل ځانګړي قوانین لري.
د ټاکنو په شپه هر ایالت خپلې رایې شمېري او پایلې یې اعلانوي.
د روان کال د نومبر په منځمهاله ټاکنو کې، دا په دې معنا ده چې د استازو جرګې د ټولو ۴۳۵ څوکیو او د سنا د ۳۵ څوکیو لپاره رایې په هر ایالت کې په جلا توګه شمېرل کېږي.
د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې (اېفبيآی) ویلي، چې دغه غیرمتمرکز نظام په ټاکنو کې تر ډیره د پراخې لاسوهنې مخنیوی کوي؛ خو په ورته وخت کې، د ټاکنو د پایلو په اعلان کې د ځنډ لامل هم کېدای شي.
په ۲۰۱۸ کال کې، د امریکا د سنا د څوکۍ لپاره د فلوریډا ایالت نږدې سیالۍ د رایو د ماشیني بیا شمېرنې د ځینو رایو د لاسي بیا شمېرنې لامل شوه. هغه مهال په ټاکنو کې نوماند سناتور، د ټاکنو له ترسره کېدو ۱۲ ورځې وروسته خپله ماتې ومنله.
په ۲۰۲۲ کال کې، د رایو شمیر څلور ورځې وخت ونیو چې معلومه شي کوم ګوند د سنا کنټرول ترلاسه کوي، او د استازو جرګې د کنټرول د معلومولو لپاره اته ورځې وخت ته اړتیا وه. د نوادا، اریزونا او کالیفورنیا په ګډون په ځینو ایالتونو کې د رایو ورو شمېرل د دغه ځنډ لامل شو.
څرنګه چې په امریکا کې د ټاکنو مرکزي کمېسیون نشته، امریکايي رسنۍ د ټاکنو ګټونکي اعلانوي.
هره ټلوېزیوني شبکه د خپلو اټکلونو پر بنسټ او په بېلابېلو وختونو کې پایلې خپروي.
ایالتونه بیا څو ورځې او ان څو اوونۍ وروسته رسمي پایلې تاییدوي.
په فدرالي ټاکنو کې د ایالتونو د مسوولیت له امله، د رایې ورکولو او نوماندۍ شرایط هم په بېلابېلو ایالتونو کې توپیر لري.
په ځینو ایالتونو کې ټولو رایهورکوونکو ته اجازه ورکول کېږي چې د ګوندونو په مقدماتي ټاکنو کې برخه واخلي او د خپلو ګوندونو نوماندان وټاکي. پدې توګه، د یوه ګوند رایهورکوونکي کولای شي د بل ګوند په مقدماتي ټاکنو کې هم ګډون وکړي او هغه نوماند ته رایه ورکړي، چې د دوی په اند په عمومي ټاکنو کې یې ماتول اسانه وي.
څرنګه چې هر ایالت د رایې ورکولو پاڼې پخپله چمتو کوي، نو ایالتونو واک لري چې پرېکړه وکړي د کومو نوماندانو نومونه په دغو پاڼو کې ولیکل شي.
په فدرالي کچه د رایې ورکولو د یوې واحدې پاڼې د نشتوالي له امله، رایهورکوونکي د خپل استوګنځي له مخې په یوه ټاکنیزه ورځ د ټاکنیزو سیالیو او نوماندانو له بېلابېلو لېستونو سره مخ کېږي.
فورم \ دبحث خونه