د لاس رسي وړ اتصالات

د سقط جنین حق، د امریکا د راتلونکې اونۍ د ټاکنو ستره موضوع ده


ولسمشر جو بایډن او لمسۍ يي نتالي بایډن په ډیلیوېر ایالت کې خپلې رایې وکارولې. 
ولسمشر جو بایډن او لمسۍ يي نتالي بایډن په ډیلیوېر ایالت کې خپلې رایې وکارولې. 

د سقط جنین حق دا وخت په امریکا کې د روانو انتخاباتي مبارزو تر ټولو ستره موضوع ګرځېدلې ده.

په امریکا کې د منځنۍ دورې ټاکنو ته یوه اونۍ پاتې ده. په دغو انتخاباتو کې به معلومه شي چې دیموکراتان او که جمهوریت غوښتونکي د کانګرس اکثریت ګټي. دیموکراتان دا وخت په کانګرس کې په اکثریت کې دي.

د نومبر د اتمې نیټې د منځنۍ دورې د انتخاباتو لپاره لا دمخه د امریکا په ډیرو ایالتونو کې رایې اچول پیل شوي دي. همدا تېره اونۍ، ولسمشر جو بایډن او لمسۍ يي نتالي بایډن په ډیلیوېر ایالت کې خپلې رایې وکارولې.

په ډیرو ایالتونو کې د برحاله چارواکو په واک کې پاتې کیدل یقیني ښکاري، خو یو څو ایالتونه دي چې د رایو نتیجه پکې د وړاندوینې نده او کیدلی شي په واشنګټن کې د قدرت موازنه بدله کړي. جورجیا د همدې ایالتونو څخه ګڼل کیږي.

پدې ایالت کې برحاله دیموکرات سناتور رافایل وارناک د امریکایي فوټبال مشهور پخواني لوبغاړي هرشل واکر سره په ټاکنیزه سیالۍ کې اوږه په اوږه روان دی.

د امریکا د نورو ایالتونو په څېر، په جورجیا کې هم د سقط جنین د حق موضوع مطرح ده.

ښاغلي واکر په دې اړه خپل نظر څرګند کړ: "تاسو پوهیږئ چې زه یو عیسوي یم او د سقط جنین په اړه زما نظر دادی چې زه په ژوند باور لرم. او زه غواړم تاسو ته ووایم چې جورجیا هغه ایالت دی چې د ژوند حق ته درناوی لري او زه به هغه سناتور اوسم چې دا حق خوندي وساتم."

دوه ښځو په واکر تور پوری کړی چې د سقط جنین لپاره يي ورته پېسې ورکړې وې. په عین وخت کې وارناک وایي، حکومت باید د سقط جنین د حق په څېر د خلکو په شخصي مسایلو کې دخیل نه اوسي.

هغه وویل: "د ناروغ خونه د یوې ښځې، د هغې د ډاکټر او د امریکا د حکومت لپاره ډيره وړه او تنګه ده. مونږ اوس وخت وینو چې سیاستوال چې اکثریت يی نارینه وي، د ناروغانو خونو ته په ورتلو څومره ګڼه ګوڼه جوړوي."

دیموکراتان اندېښمن دي چې کیدلی شي د جورجیا ایالت کې ټاکنې وبایلي. پدې وروستیو کې د سنا په مجلس کې د دیموکراتانو د مشر چک شومر څخه داسې خبرې واوریدل شوې چې ولسمشر بایډن ته يي ویل، ګوند يي د یوې څوکۍ بایللو له امله په خطر کې دی. د جمهوري غوښتونکو مشر وایي، هغوی د اکثریت ګټلو چانس لري.

د فلوریډا ایالت جمهوري غوښتونکی سناتور ریک سکاټ د بایډن پر ادارې نیوکه کوي. هغه وویل: "زما په خیال دیموکراتان به د نومبر په اتمې انتخاباتو کې بدې پایلې وګوري. لوړ انفلاسیون، د جرمونو لوړه کچه، او پرانیستي سرحدونه داسې مسایل دي چې د امریکا ولس يي نه غواړي."

دیموکراتان وایي، د سقط جنین د حق موضوع به چې د جمهوري غوښتونکو ګوند يې په ډیرو موردونو کې مخالفت کوي، رایه ورکوونکي وهڅوي چې د رایو مرکزونو ته لاړ شي او د خپل ګوند واک ته رسولو کې مرسته وکړي.

په شمالي کرولینا ایالت کې د سنا مجلس ته دیموکراته کاندیده شیري بیزلي وايي: "د سقط جنین حق یوه حقیقي لویه مسئله او زمونږ اساسي آزادي ده. مونږ پدې غږیږو چې څوک باید وروستۍ پریکړه وکړي؟ آیا ښځه او د هغې ډاکټر تصمیم نیسي او که په واشنګټن کې ناست سیاستوال؟"

په تیر کې، د برحاله ولسمشر ګوند تل د استازو په جرګه کې ډیرې او یو څو څوکۍ يي په سنامجلس کې هم بایللي. که همدا کار راتلونکې اونۍ د منځنۍ دورې ټاکنو کې هم وشي، نو دا به په واشنګټن کې د قدرت د موازنې د بدلیدو لپاره کافي وي.

XS
SM
MD
LG