د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوري غوښتونکي د کانګرس د اکثریت ګټلو په صورت کې ښايي د افغانستان مسئله راپورته کړي - راپور


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې که په امریکا کې جمهوري غوښتونکي د سه شنبې د ورځې په منځمهالو ټاکنو کې د کانګرس اکثریت وګټي نو د هغو چارواکو څخه به پوښتنې وکړي چې تېر کال له افغانستان څخه د امریکايي پوځيانو د وتلو په پرېکړه کې دخیل وو.

په امریکا کې د سه شنبې د ورځې په ټاکنو کې په کانګرس کې د سنا او استازو د جرګې غړي ټاکل کیږي. دیموکراتان دا وخت په کانګرس کې په اکثریت کې دي او جمهوري غوښتونکي تمه لري چې ددې ټاکنو په پایله کې د کانګرس کثریت وګټي.

نیویارک ټایمز د نومبر په پنځمه په خپل راپور کې لیکلي چې د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي (سناتور جیم ریچ او د استازو د جرګې غړی مایک مککال) له افغانستان څخه د وتلو په اړه د بایډن د ادارې د پرېکړې سخت مخالف دي او ممکن د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د بایډن د حکومت چارواکي په دې اړه استجواب کړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو په بیړه ایستلو او ګډوډۍ پېښېدلو له امله د بایډن پر اداره باندې نیوکې شوي دي. خو ډیر کتونکي په دې باور دي چې د منځمهاله ټاکنو پایلې به لږ تر لږه د ولسمشر بایډن د واکمنۍ په پاتې دوو کلونو کې د افغانستان دپاره د امریکا پر تګلاره ډیر اغېز ونلري.

د منځني ختیځ انسټیټیوټ څېړونکی ماروین واینبام وايي، فکر نه کوي چې امریکا دې دا وخت په افغانستان کې له دې زیاته ښکېله شي.

واینبام وویل: "دا تګلاره د وخت سره بدلېدای شي. خو داسې کوم کار نشي کولای چې د وسله والې مخالفې ډلې سره کومه مرسته وکړي. البته که یې اړیکې نورې خرابې شوې نو امریکا کولای شي چې ۳.۵ میلیارده افغان پانګې د ځان سره وساتي."

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، امریکا د طالبانو پر بانکي سیستم باندې د بندیزونو ترڅنګ د افغانستان ۷ میلیارد ډالر بسپنه کنګل کړه. خو واشنګټن تېره میاشت اعلان وکړ چې ددغو پیسو نیمايي یې په سویس کې د پیسو یوه صندوق ته سپاري او د افغانستان د اقتصاد په ښه کولو لګول کیږي.

د منځمهاله ټاکنو دپاره په انتخاباتي مبارزو کې تر ډیره د امریکا کورنۍ ستونزې مطرح دي خو د افغانستان په ګډون ځینې بهرنۍ مسئلې هم خال خال یادیږي.

ولسمشر بایډن د تیرې جمعې په ورځ د کلیفورنیا په ایالت کې د پخوانیو پوځیانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال، په افغانستان کې ددغو پوځیانو له خدمت څخه مننه کړه. بایډن د سناتور او مرستیال ولسمشر په توګه افغانستان ته د خپلو تیرو سفرونه یادونه وکړه. هغه په دې وینا کې، څو ځله افغانستان “له خدایه هېر" ځای په نوم یاد کړ.

د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد د بایډن د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې دا ډول څرګندونې د افغانستان په اړه د ځینو کسانو کینه ښيي. مجاهد همدارنګه وویل چې طالبان ژمن دي چې د بهرني ملاتړ پرته خپل جګړه ځپلی هېواد ورغوي.

خو د منځني ختیځ انسټیټیوټ څېړونکی ماروین واینبام وايي د بایډڼ له څرګندونو ناسم برداشت شوی دی : "د دې مانا دا ده چې دا يو خپه هېواد دی. طالبانو دا مفهوم په لفظي مانا اخیستی دی. زما په فکر هغوی پدې غوسه دي او دا یې پدې مانا اخستی چې ګواکې [ولسمشر بایډن] وايي چې خدای افغانستان پرې ایښی دی."

واینبام زیاته کړه: "طالبان پدې نظر دی چې له هغه راهیسې چې دوی واک تر لاسه کړی، ګویا پر افغانستان د خدای نظر دی، نه چې افغانستان یې هېر کړی دی."

په افغانستان کې د امریکا د تېرو شلو کلونو ښکېلتیا د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده بهرنۍ جګړه ګڼل کیږي. د براون پوهنتون معلومات ښيي چې واشنګټن په افغانستان کې په تیرو شلو کلونو کې شاوخوا ۲۰۰۰ میليارد ډالر لګولي او لږترلږه ۲۴۰۰ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت پخوانی چارواکی انټوني کارډزمېن وايي، په افغانستان کې د مختلفو ډلو تر منځ اختلافات، د فساد لوړه کچه، او په ملي کچه د خلکو اړتیاوې نه پوره کېدل هغه څه دي چې ملګرو ملتونو او نورو بهرنیو ادارو چې له افغان حکومت او طالبانو سره يې کار کړی، ثبت کړي دي.

هغه زیاته کړه: "زما په فکر امریکا او نور هېوادونه بالاخره د افغانستان نه ووتل ځکه چې افغانانو په شلو کالو کې نه حکومت او نه اقتصاد جوړ کړ او نه هم امنیتي ځواکونو کار ورکړ."

ولسمشر بایډن تېر کال ویلي وو چې د افغانستان جګړه هغه وخت ختمول پکار وو کله چې په ۲۰۱۱ کې امریکا د القاعده مشر اسامه بن لادن د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې وواژه.

د بایډن ادارې د نورې نړۍ په څېر، په افغانستان کې د طالبانو واک تر اوسه په رسميت نه دی پېژندلی. امریکا او نوره نړیواله ټولنه له ښځو سره د طالبانو په چلند او په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندېښمن دي.

XS
SM
MD
LG