د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې له ټاکنو وړاندې د بهرنیو تبلیغاتو په اړه اندېښنې


د امریکا د ۲۰۲۲ کال د منځمهاله ټاکنو په درشل کې ځینې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ په ټولنیزو رسنیو کې د جعلي اکاونټونو له لارې د امریکا د انتخاباتي سیستم په اړه ددې دپاره ناسم معلومات خپروي چې رايه ورکوونکو ته تشویش پیدا کړي.

د سه شنبې په ورځ نومبر اتمه (لړم ۱۷) په امریکا کې د سنا او استازو د جرګې غړي ټاکل کیږي.

د استخباراتو د چارو کارپوه براین لیسټن وايي، د روان میلادي کال په اږدو کې دا ډول ناسم معلومات زیاتره د داسې جعلي اکاونټونو له خوا خپاره شوي چې باور کیږي په روسیه کې اداره کیږي.

هغه وايي، د ټاکنو د ورځې له رانږدې کېدو سره، د اګست په میاشت کې د دا ډول معلوماتو خپرېدل نور هم زیات شول.

ښاغلی لیسټن چې د "ریکارډیډ فیوچر" په نوم د رسنیو د څار له یو شرکت سره د څېړونکي په توګه کار کوي، په دې اړه وویل: "موږ ولیدل چې داسې اکاونټونه نور هم رابرسېره شول، ویل یې په انتخاباتو کې به درغلي کیږي، صندوقونه به له جعلي رایو ډکیږي او داسې نورې ادعاګانې. او دا چې دیموکراتان هڅه کوي د تقلب له لارې انتخابات وګټي."

لیسټن او په امریکا کې د انټرنیټ د امنیت نور کارپوهان او دولتي ارګانونه په ټولنیزو رسنیو، ویبسایټونو او دولتي اعلانونو کې هغه ناسم تبلیغات څاري چې منشا یې د روسیې، چین او ایران په څېر د امریکا په مخالفو هېوادونو کې ده.

جعلي ویبپاڼې چې د حکومتونو سره تړاو لري، د امریکا په اړه د تفرقې اچولو په نیت بیلابیل رپورونه خپروي او دا راپورونه بیا په ټولنیزو رسنیو کې د داسې جعلي اکاونټونو له لارې تیتیږي چې په ناسم ډول امریکايي اتباعو ته منصوب دي.

د ریکارډیډ فیوچر شرکت د معلوماتو له مخې، روسي مامورین د تفرقې اچولو هڅه کوي ترڅو خلک د امریکا د ټاکنو پر سیستم بې باوره کړي.

دا معلومات همدارنګه ښيي چې د چین له خوا ګومارل شوي کسان بیا هڅه کوي د انتخاباتو د شفافیت په اړه په انټرنیټ کې د خلکو تشویشونه رابرسېره کړي ترڅو وښيي چې د امریکا دیموکراسي کار نه ورکوي.

ښاغلی لیسټن وايي: "په انتخاباتو کې د جعل په اړه دغو تبلیغاتو ته په کتو زما اندېښنه دا ده چې کیدای شي دغه اکاونټونه د ټاکنو په ورځ خلک ناامنۍ او د رایې ورکولو په مرکزونو کې د انتخاباتو د کارکوونکو ځورونې ته وهڅوي. موږ دا ډول هڅې څارو. "

د امریکا په جنوب لویدیځ اریزونا ایالت کې ریاضدان ډایلن مورفي په انټرنیټ کې ددغو ناسمو معلوماتو د خپریدو د اغېزو په اړه اندېښمن دی.

هغه وویل: "زما تشویش دا دی چې خارجي اشخاص کولای شي چې ناسم معلومات او نظریې د ټولنیزو رسنیو له لارې خپرې کړي او امریکایان د یو بل سره په جنګ واچوي."

هغه وايي: "کوم څه چې نوي دي، هغه دا دي چې موږ یې شاهد یو. خلک د رایې ورکولو مرکزونو ته له وسلو سره راځي."

دوه کاله مخکې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د اریزونا په ایالت کې انتخابات د مشکلاتو سره مخ وو. او ددې ایالت د ماریکوپا ولسوالۍ رایې د جمهوري غوښتونکو لخوا له سره وشمېرل شوې او په پای کې جو بایډن ګټونکی وګڼل شو. د ډونالډ ټرمپ یو شمیر پلویان اوس هم وايي چې په انتخاباتو کې درغلي شوې وه.

د ماریکوپا د انتخاباتو د چارو کارکوونکي وايي چې د رایو ماشینونه له انټرنیټ سره وصل نه دي. خو د رایو د ورکولو او شمېرلو بهیر په ژوندۍ بڼه خپریږي.

د ماریکوپا د ولسوالۍ د انتخاباتو د ادارې کارکوونکې میګن ګیلبرتسن وايي: "د فزیکي امنیت نه علاوه، موږ د رایو ورکولو د بهیر ساتنه کوو. د سیاسي حزبونو استازي او ناظرین پدې کار کې برخه لري څو ځانونه مطمین کړي چې هره رایه په سمه توګه حسابیږي."

د اریزونا په ایالت کې رایه ورکوونکې میریم میشل وايي چې دا انتخابات د کانګرس د غړو له ټاکلو علاوه نور ارزښت هم لري.

هغې وویل: "ځینې وختونه یې موږ ګټو او ځینې وختونه یې نه ګټو او فکر کوو چې موږ باید ګټونکي وای. خو موږ یوه دیموکراتیکه پروسه تعقیبوو. موږ دغه مشعل انتقالوو. د امریکا یوازنۍ ځانګړتیا زموږ دیموکراتیکه پروسه ده. او موږ غواړو دا بهیر ژوندی وساتو."

د اریزونا په ایالت کې دا وخت د ټاکنو له ورځې وړاندې د رایې ورکولو بهیر دوام لري.

XS
SM
MD
LG