د لاس رسي وړ اتصالات

کانګرس کې اکثریت ګټلو دپاره د امریکا د دوو ګوندونو ترمنځ سیالي روانه ده


د امریکا د منځنۍ دورې عمومي ټاکنو ته ۱۲ ورځې پاتې دي. په دغو انتخاباتو کې د امریکا د سنا تر څنګ د استازو د جرګې ۴۳۵ غړي ټاکل کیږي.

په ۳۵ ایالتونو کې د میلیونونو امریکایانو د رایو دپاره له څو میاشتو راهیسې انتخاباتي مبارزې روانې دي. خو د ګوتو په شمار ایالتونو رایې به وښيي چې دیموکراتان په کانګرس کې خپل اکثریت ساتي او که جمهوري غوښتونکي یې ګټي.

پنسلوالنیا د همدې ایالتونو له جملې څخه ده چیرې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپل ګوند په ملاتړ مبارزه کوي. په سنا کې د څوکۍ دپاره په دغه ایالت کې دیموکرات کاندید جان فټرمن د پخواني ولسمشر ټرمپ د ملاتړي ډاکتر مهمت آز په وړاندې مبارزه کوي.

ډاکتر آز د انتخاباتي مبارزو په یوه مناظره کې وویل: "زه به د ډونلډ ټرمپ ملاتړ وکړم که هغه ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړي. خو خبره یوازې د یوه کاندید نده. مهمه خبره دا ده چې موږ څنګه داسې یو لوی چتر جوړ کړو چې ټول امریکایان پکې د خوندیتوب احساس وکړي."

ولسمشر بایډن د روانو ټاکنیزو مبازو په لړ کې، د انفلاسیون د لوړې کچې او اقتصادي رکود د اندېښنو په وړاندې د خپل حکومت پر اقتصادي پلانونو ټینګار کوي.

نظرسنجۍ ښيي چې د سنا دپاره د دواړو ګوندونو تر منځ سیالي خورا نږدې ده. که څه هم منطق وايي، دا چې دیموکراتان دا وخت په قدرت کې دي، دا باید د جمهوري غوښتونکو په ګټه وي.

د جورج واشنګټن پوهنتون د سیاسي چارو شنونکی کاسي برګټ وايي، تاریخ ته په کتو، حاکم ګوند له ځینو استثناو پرته، له لومړیو دوو کلونو وروسته قدرت بایللی ځکه چې خلک د دوی د انتخاباتي مبارزو هغو ژمنو ته ګوري چې نه دي عملي شوي.

هغه زیاته کړه: "خلک د روان انفلاسیون او د تیلو د لوړو نرخونو له امله هم ناخوښه دي چې د دوی اقتصاد یې اغېزمن کړی دی."

په جنوبي ایالت جورجیا کې، چیرې چې د ټاکنو د ورځې دمخه رایه اچونه له وړاندې پیل شوې ده، ټولنیزې مسئلې مطرح دي. جمهوري غوښتونکي کاندید هرشال واکر پر ځان لګېدلي هغه تورونه رد کړي دي چې څو کاله دمخه یې د خپلې معشوقې د سقط جنین دپاره پیسې ورکړي دي.

د واکر او دیموکرات سناتور رافایل وارناک تر منځ سیالي ډېره نږدې ده.

وارناک له خپل سیال سره په یوه مناظره کې وویل: "زه فکر کوم چې دا وخت زموږ په سیاست کې مهمه ستونزې دا ده چې خبره ټوله په سیاستوالو پورې راڅرخي."

د جنوب لویدیځ اریزونا ایالت په انتخاباتي سیالیو کې بیا د کډوالو ستونزه عمده موضوع ده. ددغه ایالت دیموکرات سناتور مارک کیلي هڅه کوي چې د سرحدونو دپاره د بایډن له تګلارو ځان لیرې وساتي.

ښاغلي کیلي وویل: "زه د سرحدونو د امنیت په اړه جدي یم، او پدې اړه د ولسمشر په شمول، د دیموکراتانو د هرې ناسمې پریکړې په وړاندې درېږم."

د کیلي جمهوري غوښتونکی سیال بلېک ماسټرز، په امریکا کې د ټرمپ د نورو ملاتړو په څېر، ادعا کوي چې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې درغلي شوې ده، که څه هم په دې اړه ټول لګېدلي تورونه په محکمو کې بې اساسه ثابت شوي دي.

ماسټرز خپله ادعا بیا تکرار کړه او زیاته یې کړه: "که په ټکنالوژۍ سمبالو رسنیزو ادارو او ایف بي آی د بایډن په ملاتړ لاس نه وای سره ورکړی، نو نن به ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې وو."

جمهوري غوښتونکي په ټاکنو کې د درغلیو په اړه اندېښنه لري خو دغه ادعاوې یې ندي ثابتې کړي او پر جمهوري غوښتونکو باندې تور دی چې د ټاکنو په اړه شکونه راولاړوي.

د منځنۍ دورې ټاکنې د نومبر په اتمه تر سره کیږي.

XS
SM
MD
LG