د لاس رسي وړ اتصالات

یو شمېر امریکایان د ټاکنو په اړه په ټویټر کې د ناسمو معلوماتو خپرېدو ته اندېښمن دي


امریکایي میلیاردر ایلان مسک په امریکا کې د منځمهالو ټاکنو سره هم مهاله د ټویټر کنټرول ترلاسه کړی دی. شنونکي خبرداری ورکوي چې د ټاکنو د پروسې د اعتبار په هکله د ناسمو آنلاین معلوماتو خپرېدل جدي پایلې درلودلی شي.

ایلان مسک چې تازه یې د ټویټر شرکت پېرلی دی، د دوشنبې په ورځ په دغې شبکې کې د خپل حساب له لارې خپلو ۱۱۴ میلیونو تعقیبونکو ته وویل چې د نومبر د اتمې په ټاکنو کې جمهوري غوښتونکو نوماندانو ته رایه ورکړي.

هغه خپل دا نظر د ټویټر د یوه عادي کاروونکي په توګه پخوا هم څرګند کړی و.

اوس چې دی د ټویټر مشر دی، پوښتنه داده چې آیا دغه شبکه به د ټاکنو د خبرونو او معلوماتو د خپرولو لپاره د اعتبار وړ وي که نه؟ او یا به اجازه ورکړي چې د دغې پروسې په هکله ورڅخه ناسم معلومات خپاره شي.

کتي هاربت په فیسبوک کې د عامه پالیسۍ پخوانۍ مسئوله وايي، د ټویټر لپاره به مشکله وي چې په ټاکنو پورې اړوند خپرېدونکي محتویات کنټرول کړي، ځکه ایلان مسک تیره اونۍ خپل نیمایي کارکونکي له دندو ګوښه کړل.

مېرمن هاربت زیاته کړه: "زه اندېښنه لرم چې خلک ښايي په هغو ناسمو معلوماتو باور وکړي چې ټویټر ونشي کولی په چټکۍ سره یې لري کړي."

د سوترن پاورتي له حقوقي مرکز څخه مایکل ایډیسن وايي، ټویټر له ډیر وخت راهیسې د سمو او کره معلوماتو او د جعلي او نامعلومو حسابونو له خوا د ناسمو معلوماتو او کرکې د خپرېدو د دیجیټلي څلورلارې حیثیت درلودلی دی.

هغه وویل: "اوس اندېښنه داده چې دغه شبکه لا له وړاندې له بدو معلوماتو ډکه ده. افراطیان او افراطیانو ته اعتبار ورکول ښايي وضعیت نور هم خراب کړي."

د ټویټر د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته ښاغلي مسک ټویټ وکړ چې مرغۍ ازاده شوه. چې اشاره یې د ټویټر لوګو ته وه. ایلان مسک له پخوا راهیسې په ټویټر باندې د پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ د حساب د بندولو په ګډون د سیاسي بیانونو د زیات کنټرول له امله نیوکه کوله.

ښاغلي مسک وویل له دې وروسته به د محتویاتو دڅارنې یوه شورا چې د بیلابیلو نظریو له لرونکو کسانو څخه به جوړه وي د محتویاتو د لویو پریکړو او د حسابونو د بیا فعاله کولو، صلاحیت ولري.

د ټویټر یو شمېر کاروونکي د ایلان مسک له خوا د ټویټر د کنټرول له ترلاسه کولو خوښ دي.

خو د ټویټر د راتلونکي مسیر په هکله د ابهام له امله یو شمیر مشهورو برنډونو د دغې شبکې له لارې د خپلو اعلانونو خپرول ځنډولي دي. مسک دا کار د "غیرعادلانه فشار" پایله بللې ده.

ښاغلی مسک زیاتوي: "زه فکر کوم چې دا په ښکاره توګه په لومړي تعدیل باندې برید دی. که د فعالانو ګروپونه په هغو اشتهاراتو باندې چې ټویټر ورباندې د عاید له پلوه متکي دی، فشار اچوي چې د بیان ازادي وځپي، نو دا سم کار ندی."

د حقوقي چارو شنونکې فایزه پټیل وايي، د ټولنیزو رسنیو له دغې شبکې څخه د ګټې اخیستو لپاره یو لړ اصولو ته اړتیا ده.

مېرمن پټېل زیاته کړه: "ایلان مسک ټویټر د دې لپار نه دی پیرودلی چې فلټر یې کړي. زما په نظر هغه غواړي چې له ټویټر څخه ګټه ترلاسه کړي. او که چیرې دی غواړي چې په ټویټر کې ګټه وکړي نو باید اشتهارات وساتي او ددې دپاره باید د محتویاتو د نظارت لپاره مناسب اصول وټاکي او تطبیق یې کړي."

داسې اصول چې د مېرمن پټېل په خبره، هره دقیقه بدلون ومومي.

XS
SM
MD
LG