د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین ته د امریکا د پوځي مرستو اهمیت


کانګرس اوکراین ته د روان مالي کال لپاره د ۳۹۱ میلیونو ډالرو په ارزښت امنیتي مرستې تصویب کړې
کانګرس اوکراین ته د روان مالي کال لپاره د ۳۹۱ میلیونو ډالرو په ارزښت امنیتي مرستې تصویب کړې

د امریکا د کانگرس ډموکراته غړي کوښښ کوي چې معلومه کړې چې آیا ولسمشر ټرمپ ددې لپاره پر اوکراین مرستې ځنډولې وې څو د هغه هېواد ولسمشر د ټرمپ سیاسي خواهش پر ځاي کړي او د بایډن پر کورنۍ باندې تحقیقات پیل کړي یا نه.

په ۲۰۱۴ کال کې روسیې د اوکراین پر کرېمیا یرغل وکړ او دغه سیمه یې له روسیې سره وتړله یا پیوند کړله.

وروسته، متحدو ایالتونو د روسیې په مقابل کې د دفاع په خاطر اوکراین ته مجموعاً څه باندې یو عشاریه شپږ میلیارډ ډالر امنیتي مرستې کړې دي.

د ټرمپ ادارې د ټانک ضد میزائیلونو په شمول وژونکې وسلې ورکړې دي. د بروکینګز انسټېټوټ غړی مایکل اوهانلن وایې چې ولسمشر ټرمپ شخصاً د اوکراین په اړه ډېر ښه نظر نه لري.

د فبرورۍ په میاشت کې کانګرس د روان مالي کال لپاره له اوکراین سره د ۳۹۱ میلیونو ډالرو په ارزښت امنیتي مرسته تصویب کړه چې د کارپوهانو په وینا ورته ډېره زیاته اړتیا وه.

څیړونکي وایي چې مرستو په ډراماټيک ډول د اوکراین وړتیاووې او مورال لوړ کړ، که څه هم چې له نورو هېوادونو سره د امریکا د همکاریو په پرتله دغه مرستې کمې دي.

د استازو مجلس په وروستیو استعماعیه غونډو کې د بهرنیو چارو وزارت جګپوړو دېپلوماتانو ویلي چې له اوکراین سره د امریکا مرستې مسکو ته دا مهم پیغام رسوي چې کييف د واشنګټن نږدې ملګری دی او ملاتړ ېې کوي.


د امریکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې له یرغل نه راپدې خوا ۱۴ زره اوکراینیان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG