د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې سږکال پوځي رسم گذشت کیږي


د امریکا د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د جمهور رئیس دونالد ټرمپ په غوښتنه پوځي رسم گذشت به د روان کال په پای کې وشي.

خو پنټاگون دا هم ویلي دي چې په دغو مراسمو کې به ټانکونه برخه وانخلي ځکه چې د هغوی په وینا دغه زغروال وسایط د پلازمینې واشنګټن سړکونه ویجاړوي.

پنټګون ویلي دي چې پریډ یا پوځي رسم ګذشت به له سپينې ماڼۍ څخه پیل او د کانګرس ماڼۍ ته څېرمه ختم شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ٢٠١٧ کال د نوامبر په ١١ د پوځي رسم گذشت د ترسره کولو غوښتنه کړې وه.

د دفاع وزارت په یوه خبر پاڼه کې لیکلي چې دغه رسم گذشت به د تاریخ په اوږدو کې د امریکا د پوځ د پخوانیو سرتیرو په رول باندې په ټینگار سره وشي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې پوځي رسم گذشت هر کله نه ترسره کیږي.

د امریکایي ځواکونو رسم گذشت
د امریکایي ځواکونو رسم گذشت

په ١٩٩١ کال کې د عراق له منگلو نه د کویټ د ازادولو وروسته امریکایي ځواکونو په واشنگټن ډي سي کې د پوځي رسم گذشت په ترسره کولو سره د صدام حسین پر قواو باندې د بریالیتوب جشن ولمانځه.

XS
SM
MD
LG