د لاس رسي وړ اتصالات

پنټګان: سوریه کې د ایران پلوو ملیشو په برید کې امریکایي سرتیري په ذهني کړاو اخته شوي


امریکا په سوریې کې تقریباً ۹ سوه سرتیري لري چې د دې هیواد په ختیځ کې دیره دي او د کردي ځواکونو سره د داعش خلاف جګړې کې مرسته کوي.
امریکا په سوریې کې تقریباً ۹ سوه سرتیري لري چې د دې هیواد په ختیځ کې دیره دي او د کردي ځواکونو سره د داعش خلاف جګړې کې مرسته کوي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وایي په هغو بریدونو کې ۲۳ امریکایي نظامیانو په رواني‌ لحاظ درد لیدلی او له دې پلوه کړېږي چې په سوریه کې د ایران له ملاتړه برخمنو ملیشو تیره میاشت په نظامي اډو کړي.

د وزارت چارواکو امریکا غږ ته وویل چې پدې بریدونو کې یو امریکایي قراردادي ووژل شو او ۲۵ نظامي پرسونل ټپي شول.

په پنټاګان کې چارواکو وویل چې ۱۳ امریکایان په سوریه کې د ملیشو په هغو بریدونو کې ټپي شول چې د دې هیواد په شمال ختیځ کې د امریکا د هوایي بریدونو په غبرګون کې یې وکړل.

امریکا په سوریې کې د تیرې میاشتې په ۲۳ نېټه بریدونه کړي‌ وو او ۱۴ ایران پلوه جنګیالي په کې وژل شوي وو.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې په بریتانیا کې میشت ده او په سوریه کې د سرچینو پراخې شبکې لري، ویلي چې د امریکا په بریدونو کې د نهو سوریایانو په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د بشري حقونو ددې څارونکې ادارې مشر رامي عبدالرحمن وویل، "امریکا په دیرالزور ښار کې د وسلو یو ډیپو په نښه کړ، شپږ ایران پلوه جنګیالي یې ووژل، او دوه نور جنګیالي د المیادین په دښته کې او شپږ نور د البو کمال سره نږدې په بریدونو کې ووژل شول."

عبدالرحمن وویل، د جمعې په سهار، د ایران ملاتړې ډلې المیادین ښار ته څېرمه د امریکا یوې اډې ته نږدې درې توغندي وتوغول.

هغه زیاته کړه، دوه توغندي د سوریې د تېلو په تر ټولو لویې سیمې، العمر کې، چې د امریکا اډه پکې ده، ولګیدل خو کوم زیان يې رامنځته نکړ، په داسې حال کې چې درېیم توغندی دغې سیمې ته په ورڅېرمه یو ملکي کور لګېدلی دی.

د پنټاګان ویاند برید جنرال پاټ رایډر هم د همدې روانې اپریل میاشتې په ۱۳ نېټه په خبري کنفرانس کې وویل چې د بریدونو هدف په سوریه کې په میشتو امریکایي ځواکونو د ایراني پلوو میشو د بریدونو مخنیوی او د سرتیرو خوندیتوب دی.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آسټین په سوریه کې د ایراني پلوو ملیشو په مرکزونو د هوایي بریدونو په هکله ویلي چي جمهور رئیس جو بایډن "د سوریې په ختیځ کې په هغو تاسیساتو د دقیق هوایي بریدونو امر کړی چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو سره د تړلو ډلو لخوا کارول کیدل".

ښاغلي آسټین دا هم ویلي و چې "هیڅ یوه ډله نشي کولی زمونږ په سرتیرو برید وکړي او بیا معافیت ولري".

امریکا په سوریه کې شاوخوا ۹۰۰ سرتیري لري چې د دې هیواد په ختیځه برخه کې دیره دي او د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر ضد جګړې کې د کردي ځواکونو ملاتړ کوي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت چارواکي وایي د ۲۰۲۱ کال د جنوري د میاشتې راپدیخوا چې جو بایډن جمهور رئیس ټاکل شوی، ایران او ګوډاګیو ملیشو یې په منځني ختیځ کې په امریکایي ځواکونو ۸۰ بریدونه کړي.

XS
SM
MD
LG