د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا یوه نظامي الوتکه مدیترانې بحیرې کې لویدلې


په اسرائیل د حماس برید څخه وروسته امریکا سیمې ته الوتکې وړونکې کښتۍ واستوله.
په اسرائیل د حماس برید څخه وروسته امریکا سیمې ته الوتکې وړونکې کښتۍ واستوله.

په اروپا کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ ویلي یوه نظامي الوتکه شنبه نومبر ۱۱ (لړم۲۰) د مدیترانې بحیرې په ختیځه برخه کې د روزنې د یو ماموریت پر وخت لویدلې ده.

د پوځ په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې لویدلې الوتکه څه ډول وه او دا چې له کوم ځای څخه یې الوتنه کړې وه.

متحده ایالاتو همدې سیمې ته وروسته تر هغه الوتکې وړونکې کښتۍ واستولې چې د تیرې اکټوبر میاشتې په اوومه نېټه د حماس ډلې په اسرائیل ناڅاپه بریدونه وکړل او متحده ایالاتو اندیښنه څرګنده کړه چې دا جګړه د منځني ختیځ نورو سیمو ته خوره نشي.

د پوځ په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې په الوتکې کې څومره کسان سپاره وو او نه یې د هغوي د سرنوشت په هکله څه ویلي دي. په اعلامیې کې یوازې همدومره ویل شوي چې الوتکه د یوې پیښې له کبله لویدلې خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

په اعلامیې کې راغلي، " مونږ په دقیقه توګه ویلی شو چې د الوتکې ماموریت یوازې د روزنې پورې اړه درلوده او د خصمانه کړنې هیڅ نښې نشته."

پوځ همدارنګه ویلي چې د الوتکې لویدیو په هکله پلټنې کوي چې د لویدو علت یې معلوم کړي.

په اسرائیل د حماس برید څخه سمدستي وروسته متحده ایالاتو دې سیمې ته یوه الوتکې وړونکې کښتۍ واستوله او د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آسټن تیره ورځ وویل چې د مدیترانې سمندرګي ختیځې برخې ته بله الوتکې وړونکې کښتۍ استوي چې د اسرائیل پر ضد د "خصمانه کړنو" مخه ونیسي او پرېنښودل شي چې جګړه نورو سیمو ته پراخه شي.

د حماس برید څخه وروسته متحده ایالاتو اسرائیل ته مهمات واستول او تر څنګ یې هیوادونو ته چې نومونه یې ندي اخیستل شوي، دا خبرداری هم ورکړ چې دا جګړه دې نه پراخوي. سپینه ماڼۍ وایي جمهور رئیس بایډن غواړي له اسرائیل څخه واوري چې د خپل ولس د دفاع لپاره څه شي ته اړتیا لري.

سره لدې چې اسرائیل په لومړي سر کې ویلي و چې د حماس په برید کې ۱۴ سوه کسان وژل شوي خو وروسته یې دا رقم ۱۲ سوه راښکته کړ.

اسرائیل همدارنګه ویلي چې د حماس ډلې د ۲ سوه څخه ډیر کسان برمته کړي هم دي چې د امریکایانو په ګډون بهرنیان هم پکې شته دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG