د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پوځ له رېتیان شرکت سره د توماهاک توغندیو د تولید تړون لاسلیک کړ

د امریکا پوځ او دفاعي قراردادي شرکت «رېتیان» اعلان وکړ چې د توماهاک توغندیو د تولید د چټک زیاتوالي لپاره یې د اوو کلونو په موده کې د ۲۲.۹ میلیارد ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی دی.

دغه شرکت ویلي دا تړون دوي ته اجازه ورکوي چې د توماهاک توغندیو په تولید کې د پام وړ چټکوالی راولي یعنی په کال کې به د ۱۰۰۰ څخه د ډېرو توغندیو تولید ته ورسېږي.

د رېتیان رئیس فیل جاسپر په یوه اعلامیه کې وویل: «موږ په خپلو کارکوونکو، ټکنالوژۍ، اکمالاتي ځنځیر او تاسیساتو کې د پام وړ پانګونې کوو، څو د تولید ظرفیت په پراخه کچه لوړ کړو او د زیاتېدونکې غوښتنو اړتیاوې پوره کړو.»

د امریکا د جګړې وزارت وویل، دغه تړون د هغو هڅو یوه برخه ده چې موخه یې د مهمو وسلو د سپارلو چټکول او د اکمالاتي ځنځیرونو پیاوړي کول دي. لدې لارې تولیدوونکو شرکتونو ته ثبات ورکول کېږي، څو د تولید د پراختیا لپاره پانګونه وکړي او نور کارکوونکي وګماري.

د امریکا د بحري ځواکونو سرپرست مشر ، هنګ کاؤ، په یوه اعلامیه کې وویل: «له صنعت سره د نږدې همکارۍ له لارې، وزارت له ټولو شته امکاناتو څخه استفاده کوي څو زموږ د اوسنیو عملیاتو اړتیاوې پوره کړي، د مهماتو د صنعتي بنسټ ظرفیت پراخ شي، او ډاډ ترلاسه شي چې ځواکونه مو د جګړې، بریا او خوندي بېرته ستنېدو لپاره په وسلو سمبال دي.»

دا تړون په داسې وخت کې شوی چې د روان کال په اوږدو کې پر ایران د امریکا له څو میاشتو بریدونو وروسته، د ځینو وسلو د زیرمو د کچې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ښکاره ډول دغه اندېښنې رد کړې دي. فاکس نیوز د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې ټرمپ په یوه مرکه کې ویلي: «هغه څه چې موږ کارولي، هېڅ دي.»

دغه تړون د همدې میاشتې په لومړیو کې له نورو تولیدوونکو شرکتونو سره د څو میلیارد ډالرو له هغو تړونونو وروسته شوی چې هدف یې د "پېټریوټ" او "ټاډ" د توغندیو د مخنیوي سیستمونو د تولید زیاتول دي.

توماهاک یو اوږد واټن ویشتونکی کروز توغندی دی چې له بېړیو او اوبتلونو څخه توغول کېدای شي. رېتیان وايي، دغه توغندي کولای شي تر ۱۰۰۰ مایلو لرې هدفونه په نښه کړي او «په عادي ډول د امریکا د ځواکونو له خوا د دښمنو ځواکونو د په نښه کولو لپاره لومړنی انتخاب» وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG