د لاس رسي وړ اتصالات

هایټي کې ۱۷ امریکایي مبلغین تښتول شوي


په هایټي کې پولیس وایي د بدمعاشانو یوې بدنامې ډلې چې په سړي تښتونې او وژلو کې شهرت لري د یکشنبې په ورځ یې ۱۷ امریکایي مبلعین د یوې ادارې نه تښتولي چې مرکز یې په امریکا کې دی.

ګمان کیږي چې په تښتول شویو کې ۵ یې ماشومان دي.

د هایټي د پولیسو مشر فرانټز شمپین د اې پي خبري اژانس ته ویلي چې د ۴۰۰ ماوزو په نامه د بدمعاشانو ډلې دا امریکایي مبلغین د ګنتایر د سیمې نه تښتولي چې د پایتخت پورټ او پرینس ختیځ خوا ته پرته ده.

د بدمعاشانو همدې ډلې د دې کال په سر کې هم پنځه کشیشان او ۲ راهبې په هایټي کې تښتولې وې.

په هایټی کې چارواکي وایي د بدمعاشانو دا ډله د ګنتایر تر څنګ څو نورې سیمې کنټرولوي او په همدې سیمو کې سړي او موټر تښتوي او د ځایي کاروباریانو نه په زور پیسې اخلي.

د امریکا د اوهایو په ایالت کې یوې مسیحې مرستندویه ادارې ویلي چې په تښتول شویو کسانو کې ۱۶ یې امریکایي او یو د کاناډا تبع دی. پنځه یې ماشومان، ۷ یې میرمنې او ۵ سړي دي. دغه سازمان ویلي چې د مبلغینو دا ډله د یتیمانو ساتنځای ته روان و چې په لار کې وتښتول شول.

د امریکا د حکومت یو جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د هایټي د چارواکو سره په اړیکه کې دي او هڅه کوي چې دا قضیه حل کاندي.

ټاکل شوې په هایټي کې د امنیت د کمښت له کبله په هغه هیواد کې د چارواکو په خلاف مظاهرې وشوې.

XS
SM
MD
LG