د لاس رسي وړ اتصالات

د مولر د راپور په اړه د امریکا د کانګرس غړي واحد دریځ نه لري


له ډېرو مودو پس، د سرمفتس رابرټ مولر د رئپوټ بشپړېدا دا څرګنده کړه چې د روسیې د مداخلو په مسایلو کې د عدلیې وزارت لخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته کوم خطر پېښ نه دی. خو کانګرس څه کولی شي چې د څېړنو او مواخذې واک لري؟

د مولر رئپوټ په ډېر زیار د روسیې هغو کوښښونو ته اشاره کړې چې له مخې یې روسانو د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د امریکا د ولس د غلطولو او دیموکراتې نوماندې هېلري کلېنټن ټاکنیز کمپاین ته د زیان رسولو هڅه کړې ده.

جمهوریت غوښتونکي وکیلان چې په سنا کې اکثریت دي، د بحث د تمامېدو تکل لري خو دیموکراتان چې د استازو په مجلس کې ډېرې څوکۍ لري، د راتلونکو اقدماتو په اړه واحد دریځ نه لري.

د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست دیموکراته کاندیده، سناتوره الیزابت وارین وایې چې ولسمشر د څېړنو مخه نه شې نیولې.

میرمن وارین د استازو د مجلس پر غړو "غږ کړی چې د مواخذې کار پیل کړي."

د استازو په مجلس کې د اکثریت دېموکراتانو رهبر سټیني هویر د ولسمشر د مواخذې په اړه شک ښیي او وایې چې د امریکا ولس به د جمهوري ریاست د ټاکنو پر مهال فیصله وکړي.

ولسمشر ټرمپ کرار نه دی ناست او په ټوئیټر کې یې لیکلي چې دیموکراتان د خلکو د "خیر لپاره قانون نه وضع کوي او یواځې د څېړنو او د وخت د ضایع کولو لپاره ناست دي."

د امریکا د استازو د مجلس دېموکرات غړي اډم شېف د اې بي سي ټلوېزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي چې ملګري به یې په ګوندي مجلس کې "د هېواد د خیر" لپاره پریکړه وکړي.

سپېنه ماڼۍ ټېنګار کوي چې ولسمشر ټرمپ بې ګناه ثابت شوی دی.

د امریکا د ولسمشر سلاکاره کېلیان کانوای اې بې سي ټلوېزیون ته ویلي چې "د ټرمپ او کرملېن ترمنځ جرمي توطیه چې ټاکنې ټکنۍ کړي او ناسم معلومات خپاره کړي، موجوده نه وه."

مېرمن کانواي ټینګار کوي چې د امریکا ولسمشر "زندان ته نه ځي."

XS
SM
MD
LG