د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د چین په ځینو مالونو د ګمرکي تعرفو په لیرې کولو غور کوي


د امریکا د سوداګرۍ وزیرې جینا رایموندو یکشنبه جون ۵ (غبرګولي۱۵) ویلي چې جمهور رئیس جو بایډن د خپل ټیم څخه غوښتي چې په چین د ځینو ګمرکي تعرفو چې پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وضع کړې وې، د لیرې کولو لپاره یې لارې چارې ولټوي.

میرمن رایموندو ویلي چې دا کار په متحده ایالاتو کې د شیانو د بیو د لوړیدو سره د مبارزې په خاطر کیږي.

د سوداګرۍ وزیرې د سي ان ان تلویزیوني شبکې سره په مرکې کې وویل ، "مونږ یې ګورو. په حقیقت کې جمهور رئیس زمونږ او د خپل ټیم څخه غوښتي چې ارزیابي یې کړو او مونږ دا بهیر د هغه لپاره پیل کړی او هغه به پریکړه کوي".

سره لدې چې میرمن رایموندو وویل متحده ایالات به د چین په اوسپنې او المونیمو لګول شوې ګمرکې تعرفې پخپل حال وساتي خو زیاته یې کړه چې د کورونو په لوازمو، بایسکیلونو او ځینو نورو تولیداتو د ګمرکي تعرفو لیرې کول منطقي کار دی.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ویلي د چین په اموالو د سل ګونو ملیاردو ډالرو په ارزښت د ګمرکي تعرفو په لیرې کولو غور کوي. دا تعرفې د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کالونو کې چې د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر سر جنجال ډیر و، ولګولې.

چین هم ویلي که امریکا ګمرکي تعرفې لیرې کړي، د امریکایي مصرف کوونکو لپاره به د شیانو بیې کمې شي.

تر چین وړاندې متحدو ایالتونو د بریتانیا سره د داسې یو توافق اعلان وکړ چې له مخې یې امریکا ته د پولادو او المونیمو پر وارداتو تعرفې له منځه ځي.

له بریتانیا څخه متحدو ایالتونو ته ددغو محصولاتو په وارداتو ګمرکي تعرفې په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا د پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له خوا د ملي امنیت د مسایلو له امله وضع شوي وې.

د امریکا د سوداګرۍ وزیرې جینا رایمونډو په یوې بیانیه کې ویلي: "له بریتانیا څخه له ګمرکي محصول پرته د پولادو او المونیمو په واردیدو سره، موږ په امریکا کې دغو محصولاتو ته د عرضې او تقاضا ترمنځ فاصلې کمولی شو."

په اعلامیه کې ویل شوي، د بریتانیا د غچ اخیستونکو تعرفو په لیرې کولو سره، کیدای شي چې د بریتانیا بازارونه په زړه پورو امریکایي محصولاتو ته هم خلاص شي.

واشنګټن او لندن په جنوري کې د اختلافاتو د هواري په هدف د خبرو اترو د پیل خبر ورکړ، دغه اختلافات هغه مهال رامنځ‌ ته شول کله چې د امریکا پخواني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ په امریکا کې د صنعت د ساتلو په هدف د نورو هیوادونو په ګډون له بریتانیا څخه د پولادو پر محصولاتو ۲۵ سلنه او د المونیمو پر محصولاتو ۱۰ سلنه ګمرکي تعرفې وضع کړې.

XS
SM
MD
LG