د لاس رسي وړ اتصالات

کانګرس د امریکايي مسلمانانو په اړه خبرې کوي


کانګرس د امریکايي مسلمانانو په اړه خبرې کوي
کانګرس د امریکايي مسلمانانو په اړه خبرې کوي

درې اونۍ دمخه د امریکا د کانگرس په ولسي جرگې کې جمهوریخواه وکیلانو په امریکا کې د اسلامي تندروانو له لورې د مشکوک تهدید په اړه استعماعیه غونډې درلودې. پرون دموکراتانو د سنا په مجلس کې ددې مسلې بل اړخ وڅیړه.

د امریکا په خاوره کې د خطرناک ترهگریز برید څخه نژدې لس کاله وروسته یو شمیر وکیلان وایي امریکایي مسلمانانو ته اوس هم په امریکا کې د کرکجنې ډلې گوته نیسي.

دموکرات سناتور ډیک دوربن وایي د هغه د فرعي کمیسون استماعیه د چا د ملامتولو لپاره نه ده، بلکې دا د امریکایانو د حقونو د ژغورنې په خاطر ده.

(.. مونږ ټول باید په دې موافق اوسو چې دا غلطه ده چې د یو څو تنو د بدرفتارۍ په خاطر ټوله ټولنه ملامته کړو. د انجمن له خوا ملامتول امریکایي کړنلاره نه ده. او امریکایي مسلمانان هماغسې د اساسي قانون تر محافطت لاندې دي لکه نور امریکایان چې دي.)

خو جمهوریخواه سناتور پتر کینگ ادعا کوي چې د سناتور دوربن استعماعیه غونډه هغه داستان تل پایه کوي چې مسلمانان پر امریکا باندې د دوه زره یو کال د تروریستي برید قربانیان دي. کینگ د همدې میاشتې په لومړیو کې په دې شک چې د سخت دریځو مسلمانانو له لورې داخلي گواښ موجود دی، په لوړه سویه یوه استعماعیه غونډه جوړه کړې وه.

جمهوریخواه سناتور جان کال وایي حقیقت دادی چې سخت دریڅه مسلمانان د امریکا دښمنان دي.

(.. یواځنۍ لار چې د ترهگرو مخنیوی وشي په دې پوهیدل دي چې دوی له کومه راځي. سیاسي اصلاح باید د هغو کسانو د پیژندنې په وړاندې ونه دریږي چې مونږ ته زیان پیښوي.)

د مدني حقونو مدافعین وایي دا ډول پراخ حرکت د مخ پر زیاتیدونکي نه زغم حالت ته زمینه برابروي. د مسلمانانو مدافع فرهانا حیرا وایي پر بیگناه امریکایانو باندې بریدونه مخ پر زیاتیدو دي.

(.. د سپتمر د یولسمې څخه نژدې لس کاله وروسته د تنفر جرمونه چې د مسلمانانو پر وړاندې له تعصب نه سرچینه اخلي، مسلمانان، عرب، سیکان او جنوبي اسیایي الاصله امریکایان تر هغه زیات تهدیدوي چې د سپتمبر د یولسمې نیټې څخه دمخه موجود وو. په تیر اوړي کې د نیویارک یو تکسي ډریور هغه وخت په چاقو ټپي او نژدې و چې مړ شي کله چې یو مسافر ورنه وپوښتل چې ایا هغه مسلمان دی.)

جمهوریخواه سناتور لیندسي گراهام خشونت او نه زغم دواړه غندي. خو هغه وایي مسلمانان امریکایان هم باید د سخت دریځۍ د مخنیوي لپاره خپله ونډه ادا کړي.

(.. نو، د امریکا اسلامي ټولنې ته، زه به له تاسې سره ودریږم چې خپل دیني مناسک پرځای او ددې هیواد سمه برخه واوسئ، خو تاسې باید له خپل هیواد سره مرسته وکړئ، ښایي د بل هر یو په شان، په دې پوهه شئ چې څه روان دي او په وړاندې یې مبارزه وکړئ.)

د امریکا د عدلیې وزارت یوه څیړنه څرگندوي چې اسلامي ټولنه د مذهبي سخت دریځې په وړاندې د مبارزې سره مرسته کوي. سناتور دوربن زیاته کړه چې د بیدارو مسلمانانو د فعالیت په نتیجه کې تیر کال د نیویارک په ټایمز سکور کې یوه بمي دسیسه شنډه شوه.

XS
SM
MD
LG