د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سفیر وايي ننګرهار کې د کونسګرۍ جوړولو پلان لري


د امریکا سفیر وايي ننګرهار کې د کونسګرۍ جوړولو پلان لري
د امریکا سفیر وايي ننګرهار کې د کونسګرۍ جوړولو پلان لري

په افغانستان کې د امريکا سفير راين کراکر جلال اباد ته د خپل يو سفر پر مهال خبري غونډې ته وويل: دوی غواړي د خپل ستراتېژيک پلان له مخې په ننګرهارکې دوامدار سياسي حضور ولري.

پر همدغه بنسټ دوی غواړي چې په راتلونکې کې دلته يوه کونسلګري پرانیزي چې دا يو څه وخت غواړي خو سمدستي يې نورې ځانګړنې او مهال په ګوته کولاى نه شي. ولې اراده لري چې دغه کارترسره کړي.

سفير وايي: دلته اوس مهال ولايتي بيارغاونې ډله کار کوي چې همدغه ډله به ورو ورو پر سياسي فعاليتونو اوړي.

سفير دا هم وويل دوی نه غواړي چې په دغه هېواد کې دايمي هډې ولري خوپه دغه هېوادکې به د١٩٩٠کال خطا هم بيا تکرار نه کړي.

دوی نه غواړي چې دغه هېواد يوازې پرېږدي. دوی غواړي چې دلته ډيپلوماتيکي حضور ولري. سفير راين کراکر دا هم وويل: همدا اوس مهال په يو شمېر سيمو کې د دوی له ځواکونو نه افغان ځواکونو ته د واک د لېږد پروسه پيل شوې ده چې دده په وينا په برياليتوب سره پر مخ روانه ده.

سفيرپه دې وروستيو کې د افغانستان د درې ګونو قواوو تر منځ رامنځته شوې کړکېچ د ډېموکراسۍ يوه بېلګه وبلله او ويې ويل د دوی په هېواد کې هم کله ناکله ددغو قواوو ترمنځ کړکېچ رامنځته کېږي.

ده وويل، دوی د ټاکنو په برخه کې د جمهورريس کرزي له فرمانه ننګه کوي. خو تر هر څه وړاندې ددې ستونزې حل د افغانانو خپل کار بولي.

سفيرراين کراکر له ننګرهار ولايت سره د بيا رغاونې په برخه وويل: دوی غواړي هغه پروژې چې د٧٠ ميلونو ډالروپه لګښت په دغه ولايت کې په ٢٠٠٩کال کې پيل شوي تر٢٠١٢کاله پورې بشپړې کړي چې دغه مرستې د دوی په ستراتېژيک پلان کې شاملې دي.

ده وويل: دوی غواړې چې افغانان د کرنې او اقتصادپه برخه کې پياوړي شي نو ځکه يې په دې برخه کې پانګونه هم وکړه.

په دې خبري غونډه کې د ننګرهار والي ګل اغاشېرزى چې د سفير تر څنګ ناست و، د خپلو څرګندونو پر مهال وويل: د امريکا سفير ته يې په ځانګړې ناسته کې ددغه ولايت د برېښنا ستونزه ياده کړه اوهغه ورسره ژمنه وکړه چې ددغې ستونزې په حل کې به ورسره مرسته کوي.

شېرزي وويل دوي سفير ته ډاډ ورکړ چې ددغه ولايت امنيتي وضعيت د ډاډ وړ دى. دلته تارياک له منځه تللي اوس دا خلک مرستو ته اړتيا لري.

د امريکا سفير په داسې مهال د ننګرهار په ولايت کې د دايمي سياسي حضور خبر ورکوي چې اوس مهال په دغه ولايت کې د ايران، هندوستان او پاکستان کونسلګرۍ فعالې او پر خپلو چارو بوختې دي.

په افغانستان کې د امريکا سفير نوى نوى په ده هېواد کې خپلې سياسي چارې سمبالوي. دا لومړى ځل دى چې د خپل ماموريت په دوره کې ننګرهار ته راځي.

XS
SM
MD
LG