د لاس رسي وړ اتصالات

بولټن: د ایران اټومي موافقه د امریکا د ستراتیژیکو منافعو په گټه نه وه


د امریکا غږ سره د جان بولټن ځانگړې مرکه
د امریکا غږ سره د جان بولټن ځانگړې مرکه

د امریکا د ملی امنیت سلاکار وایي چې د ایران اټومي تړون په موثره توگه د هغه هیواد د اټومي وسلو د تولید د هڅو مخه نده نیولې.

د امریکا د ملی امنیت سلاکار جان بولټن د امریکا غږ سره په یوه ځانگړې مرکه کې د ایران د اټومي ټرون نه د امریکا له وتلو وروسته د جمهور رئیس ټرمپ د حکومت توقعات تشریح کړل.

ښاغلي بولټن د امریکا غږ د خبریالې ګرېټا ون سسټرون د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د ایران په هکله د ښاغلي ټرمپ د حکومت سیاست د پخوانیو حکومتونو په پرتله توپیر لري او ښاغلي ټرمپ ته د امریکا گټې لومړیتوب لري.

هغه وویل چې جمهور رئیس ټرمپ د خپلې انتخاباتي مبارزې په ترڅ کې ویلي وو چې د امریکا گټو ته لومړیتوب ورکوي...هغه ته زیاتې ستونزې په میراث پاته دي، ایران، شمالي کوریا او منځنی ختیځ."

د ښاغلي بولټن په وینا د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما په دوره کې ددغو ستونزو د حل لپاره کار ونشو او یا هم د هغو سره ناسم چلند وشو چې " سمول یې د جمهور رئیس ټرمپ د مسؤلیت عمده برخه ده".

د امریکا د ملي امنیت سلاکار پدې هکله چې ایران به خبرو ته مجبور شي او یا دا چې د دواړو هیوادونو مخامخ کیدو ته به زمینه برابره شي، وویل چې "فکر نه کوم چې سره به ټکر وکړي، زما په اند کله چې د امریکا بندیزونه عملي شي حتمي به په اروپا اثر وکړي. په ایران کې به یې سوداگریزې پانگونې راکمې شي او ایران به له سختو شرایطو سره مخامخ شي، ځکه غواړي د خپلو اقتصادي گټو په خاطر د اروپا سره خپل توافق وساتي. دغه گټې به ژر تر ژره بندې شي."

د هغه په اند د ایران اقتصاد حتی د بندیزونو د ځنډولو وروسته هم له سختو مشکلاتو سره مخامخ و. هغه وایي "د تیر کال په وروستیو کې مونږ د ایران په گوټ گوټ کې د مظاهرو شاهد وو. زما په اند دا به خورا مشکل وي چې ایران دا وضعیت وساتي".

د ایران د رژیم د بدلون په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي بولټن وویل "هدف دادی چې ایران حتی د اټومي وسلو تولید ته نژدې هم نشي. هغه وایي "زما په باور هغو اقتصادي گټو ته په پام سره چې اوباما د ایران په نصیب کړې، اوس د موافقې په له منځه تللو سره ایران یو داسې پړاو ته رسیږي لکه شمالي کوریا چې ویلي دي نور نشي کولای د اټومي وسلو د تولید ستر لگښت وزغمي".

پداسې حال کې چې د ملگرو ملتونو د اټومي انژۍ د څارنې ادارې هم ویلي وو چې ایران د موافقې نه سرغړونه نه کوي، نو په کوم دلیل جمهور رئیس ټرمپ له دې موافقې ووت، ښاغلی بولټن وایي "په هغه طریقه چې باراک اوباما د ایران د موافقې په اړه مذاکره وکړه، گټه یې ایران ته ورسیدله چې دا ددې موافقې یوه اساسي ستونزه ده. د موافقې بله اساسي ستونزه داده چې د امریکا د ستراتیژیکو منافعو په گټه نه وه."

ښاغلي بولټن زیاته کړه چې د اټومي تړون موافقې په موثره توگه د ایران د اټومي وسلو د تولید د هڅو مخه ډب نه کړه. امریکا هغه وخت دغه توافق ته داخله شوه چې د ایران د پوځي پروگرام په اړه یې پرته له خپلو اطلاعاتي معلوماتو نور هیڅ معلومات نه درلودل او د اټومي انرژۍ د څارنې ادارې هم د پلټنې لپاره پوره لارې چارې نه درلودې. نو د ښاغلي بولټن په وینا دغه موافقه د پوځي انگیزو په اړه د ایران په درواغو ولاړه وه او هغه اطلاعتت چې پدې وروستیو کې اسرائیل په ډاگه کړل دغه درواغ یې بربنډ کړل.

دغه لوړپوړی امریکایي چارواکي وایي د ایران د موافقې بله ستونزه د فارس په خلیج کې پوځي اهداف او عزایم وبلل. هغه وویل چې دې موافقې په منځني ختیځ کې د تسلحاتي مسابقې سره مرسته وکړه. نه یواځې دا چې اسرائیل نه غواړي ایران اټومي وسلې تولید کړي بلکه نور هیوادونه لکه ترکیه، مصر، سعودي عربستان او د خیج هیوادونه هم دا کار نه غواړي.

د ښاغلي بولټن په وینا د امریکا یوه اندیښنه دا ده چې د ایران د اټومي وسلو د پروگرام په مخنیوي کې ددغې موافقې نیمگړتیا نور هیوادونه دې ته هڅوي چې خپل اټومي ظرفیتونه لوړ کړي.

XS
SM
MD
LG