د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې پر سر جنجال؛ د چین او امریکا چارواکي سره ګوري


د امریکا د ملي امنیت سلاکار د چین د جګپوړو چارواکو سره په ایټالیا کې ګوري.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار د چین د جګپوړو چارواکو سره په ایټالیا کې ګوري.

پداسې حال کې چې په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د لویدیځو هیوادونو او مسکو تر منځ اړیکې تر بل هر وخت خرابې شوې او متحده ایالاتو او متحدینو یې په روسیې ګڼ شمیر اقتصادي او نور بندیزونه لګولي، د امریکا جمهور رئیس جو بایډن خپل د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د ایټالیا پایتخت روم ته استوي چې د چین د جګپوړو چارواکو سره وګوري.

ښاغلی سلیوان به په روم کې د چین د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار ینګ جیه چي سره پداسې حال کې وګوري چې دا اندیښنې ډیرې شوې چې چین په اوکراین د یرغل په هکله د روسیې د ناسمو معلوماتو په خپریدو کې ملاتړ کوي او ښایي د مسکو سره مرسته وکړي چې د اقتصادي بندیزونو څخه بچ شي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار یوې ویاندې ایملي هورن د چین د چارواکو سره د ښاغلي سلیوان د ملاقات په هکله ویلي چې ټاکل شوې دواړه خواوې د امریکا او چین تر منځ د سیالي د تنظیم په هلو ځلو او پدې وغږیږي چې په اوکراین د روسیې یرغل د سیمې او نړۍ په امنیت څه اغیز کړی.

سپینې ماڼۍ په بیجنګ تور لګولی چې د روسیې هغه ناسمې ادعاوې خپروي چې اوکراین د متحده ایالاتو په ملاتړ د بیولوژیکي او کیمیاوي وسلو لابراتورونه چلول. امریکایي چارواکو همدرانګه ویلي چې چین کوښښ کاوه د په اوکراین کې د روسیې د ځواکونو لخوا د کیماوي او بیولوژیکي وسلو د احتمالي بریدونو په هکله معلومات پټ کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار یکشنبه مارچ ۱۳ د امریکا د ان بي سي تلویزیوني شبکې سره په مرکې کې وویل کله چې روسیه په نورو هیوادونو د کیماوي او بیولوژیکي وسلو د برید لپاره د چمتووالي تور لګول شروع کړي" نو ښه به وي چې وویل شي هغوي (روسیه) د داسې یو څه کولو نیت لري".

ښاغلي سلیوان په مرکې کې په چین او نورو هیوادونو هم غږ وکړ چې د مسکو سره د بندیزونو په برخې کې همکاري ونکړي.

دې جګپوړي امریکایي چارواکي وویل چې متحده ایالاتو د نړۍ هیوادونو ته واضح کړې چې د روسیې د اقتصاد سره مرسته ونکړي.

هغه وویل، " مونږ به دا یقیني کړو چې نه چین او نه هم بل څوک د روسیې سره د دې زیانونو په جبران کې مرسته وکړي".

XS
SM
MD
LG