د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ملي امنیت سلاکار د ایران په هکله د خبرو لپاره اسرائیل ته ځي


د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان اسرائیل ته د ایران د اتومي پروګرام په هکله د خبرو لپاره ځي.
د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان اسرائیل ته د ایران د اتومي پروګرام په هکله د خبرو لپاره ځي.

ټاکل شوې د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان په همدې روانې اوونۍ کې اسرائیل ته ولاړ شي او د هغه هیواد د صدراعظم نفتالي بنیت سره د ایران د اتومي پروګرام په هکله تفصیلي خبرې وکړي.

د جمهور رئیس جو بایډن د حکومت یو جګپوړي چارواکي د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۱۲(لیندۍ۲۹) ویلي چې د ښاغلي سلیوان سره به پدې سفر کې د منځني ختیځ په چارو کې د ملي امنیت د شورا رئیس بریټ ګرک او نور چارواکي مل وي.

د متحده ایالاتو دغه هیت به د اسرائیل د صدراعظم سره د ملاقات تر څنګ په رمالا کې د فلسطین د جمهور رئیس محمود عباس سره د لویدیځې غاړې په هکله خبرې اترې وکړي.

امریکایي چارواکي وایي چې ټاکل شوې د ښاغلي عباس سره پدې ملاقات کې د دواړو هیوادونو د اړیکو په پیاوړتیا بحث وشي.

خو ښایي چې پدې سفر کې به ډیر پام د ایران څخه متوجه ګواښ ته وي.

امریکایي چارواکي پداسې وخت کې اسرائیل ته د ایران د اتومي پروګرام په هکله د خبرو لپاره ځي چې د اتریش په پایتخت ویانا کې د ایران په اتومي موافقې کې اروپایي مرکچیانو د نه پرمختګ خبر ورکړی.

په ویانا کې دا خبرې پدې هدف پیل شوي چې متحده ایالات او ایران بیرته پدې موافقې کې ور ګډ کړي.

د امریکا د حکومت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط خبریالانو ته ویلي چې امریکایي او اسرائیلي چارواکي به پدې وغږیږي چې د ایران سره په راتلونکو اوونیو کې دا خبرې کوم لور ته ځي.

دغه چارواکي وویل، " مونږ به د ایران د اتومي پروګرام په موجوده وضعیت او ځینو مهال ویشونو خبرې وکړو. دا به ښه فرصت وي چې مخامخ کښینو او د خبرو په وضعیت وغږیږو".

سره لدې چې ایران نه مني د اتومي وسلو جوړولو هڅه کوي خو د متحده ایالاتو یو جګپوړي چارواکي تیره اوونۍخبرداری ورکړی و چې ایران د یو اتومي وسلې د جوړولو لپاره په لوړه کچه د غني شویو یوارنیمو د تولید موده "ډیر نږدې" شوی.

د بایډن د حکومت یو چارواکی وایي چې متحده ایالات او ایران په بشپړه توګه پدې موافق دي چې ایران باید د اتومي وسلو جوړولو ته پرې نښودل شي.

په ویانا کې د ایران د اتومي موافقې په هکله خبرې د یوې اوونۍ لپاره ځڼدول شوي.

ایران د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو سره په ۲۰۱۵ کال کې په اتومي موافقې کې د بندیزو د لیرې کیدو په بدل کې منلې وه چې خپل اتومي پروګرام به محدود کوي او یوارنیم به په لوړه کچه نه غني کوي.

خو کله چې د امریکا مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه د دې تړون څخه خپل هیواد وایست او په ایران یې ټول بندیزونه د سره ولګول، ایران هم خپل اتومي فعالیت ډیر کړ او په لوړه کچه یې د یورانیمو غني کول هم پیل کړل.

XS
SM
MD
LG