د لاس رسي وړ اتصالات

حوثي یاغیانو دوه یرغمل شوي امریکایان خوشې کړل 


یمن
یمن

د امریکا د متحده ایالاتو دوه تنه اتباع چې حوثي یاغیانو یرغمل کړي وو، خوشې شوي چې ښایي دا کار د بندیانو د تبادلې یوه برخه وي.

داسې بریښي چې ددغه امریکایانو خوشې کیدل د بندیانو د تبادلې یوه برخه وي، ځکه د عمان دولتي تلویزیون ویلي چې دې هیواد د یمن پلازمینې صنعا ته څو پروازونه استولي چې ۲۵۰ یمنیان له خلیج هیوادونو او بهر څخه بیرته هغه هیواد ته ولیږي.

د عمان دولتي تلویزیون ویلي: «د سلطان خاتم بن طارق په لارښونه ددې هیواد اړوندو مقاماتو د صنعا له مقاماتو سره تماس ونیو او موافقه وشوه چې امریکایان خوشې کړي او هغوی خپل هیواد ته له تګ مخکې عمان ته انتقال شي.»

د رویترز اژانس وایي د امریکا متحده ایالاتو د حوثي یاغیانو له بند نه د دوو امریکایانو ساندرا لولي او میکایل ګیدادا د خوشې کیدو هرکلی کړی دی.

د امریکا د ملي امنیت د سلاکار رابرت اوبراین د یوې اعلامیې له مخې خیریه کارکوونکي ساندرا لولي د دریو کالو راهیسې او سوداګر میکایل ګیدادا د یو کال راهیسې د حوثي یاغیانو سره بندي وو.

ښاغلي اوبراین د عمان د پاچا خاتم بن طارق او همداشان د سعودي عربستان د پاچا سلمان نه مننه کړې چې ددغو دوو امریکایانو په خوشې کیدو کې یې مرسته کړې ده. هغه ویلي دي چې جمهور رئیس دونالد ټرمپ په پرله پسې توګه په بهر کې د یرغمل شویو امریکایانو خوشې کیدو او هیواد ته د هغوي بیرته ستنیدو ته لومړیتوب ورکوي.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د چهارشنبې په ورځ څرګنده کړه چې متحده ایالات د سعودي عربستان سره خپلې اړیکې نورې هم غښتلې کوي. هغه په ریاض کې د امریکا د سفارت د نوې ودانۍ د جوړیدو اعلان هم وکړ.

د امریکا او سعودي د بهرنیو چارو وزیران
د امریکا او سعودي د بهرنیو چارو وزیران

ښاغلي پمپیو د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرهان السعود د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته د ستراتیژیکو خبرو لپاره وباله. د ښاغلي پمپیو په وینا د دوه اړخیزو پلانونو له مخې به د دواړو هیوادونو ترمنځ ۷۵ کلنه دوستي او همکاري نوره هم پراخه شي.

XS
SM
MD
LG