د لاس رسي وړ اتصالات

روته:د ناټو غړو هېوادونو خپل دفاعي لګښتونه زیات کړي دي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ او د ناتو عمومي منشي، مارک روته
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ او د ناتو عمومي منشي، مارک روته

ټاکل شوې چې د ناتو عمومي منشي مارک روته نن په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري، دا مهمه کتنه د دغه پوځي اتحاد له کلنۍ سرمشریزې څخه یوازې څو اوونۍ مخکې کېږي.

دا خبرې اترې د ناټو لپاره په حساس وخت کې کېږي. د امریکا د جګړې وزارت یا پنټاګون په اروپا کې د امریکا پوځي حضور ته بیا کتنه کوي، چې دا کار د ځواکونو د احتمالي کمښت په اړه پوښتنې راپورته کوي.

همدارنګه ټاکل شوې ده چې ښاغلی روته به په واشنګټن کې د ټرمپ د ادارې له لوړپوړو چارواکو او د کانګرس له غړو سره هم وګوري.

ولسمشر ټرمپ څو ځله پر ناتو نیوکې کړي، او ویلي یې دي چې متحده ایالتونه د دفاعي لګښتونو لویه او غیر عادلانه برخه پر غاړه لري. دا شکایتونه په وروستیو اوونیو کې نور هم زیات شوي.

ولسمشر ټرمپ بیا بیا د دې احتمال یادونه هم کړې چې امریکا ممکن له دغه ۷۷ کلن اتحاد سره پر خپلې ژمنتیا له سره غور وکړي.

د ناتو عمومي منشي مارک روته د ډیپلوماټیک ثبات دپاره زیار باسي او هڅه کوي چې د امریکا ونډه په ناټو کې قوي او پر ځای وساتل شي. هغه په عامو څرګندونو او رسنیزو مرکو کې د ناتو په اتحاد کې دننه د امریکا مشرتابه ستایلې او د ټرمپ د ځینو دریځونو ملاتړ یې کړی.

روته همدارنګه د دفاعي لګښتونو په برخه کې پرمختګ ته اشاره وکړه، او ویلي یې دي چې د ناټو غړو هېوادونو د امریکا د دوامدار فشار په ځواب کې خپل دفاعي لګښتونه زیات کړي دي.

روته د دفاع وزیرانو په سرمشریزه کې ویلي چې ځینې متحدین تمه لري همدا هدف سږ کال ترلاسه کړي. هغه زیاته کړه چې کاناډا او اروپایي متحدینو تېر کال د دفاعي لګښتونو بې ساري زیاتوالی رامنځته کړی او ټول یې ۹۰ میلیارده ډالر زیات کړي دي.

روته د سه شنبې په ورځ فاکس نیوز سره د مرکې په ترڅ کې وویل: “کله چې تاسو د هغو پانګونو شمېر ته ګورئ چې د ناټو هېوادونه اوس د ځان د دفاع لپاره یې کوي، دا واقعاً حیرانوونکی دی.”

د ناټو یوه ویاند ویلي چې په انقره کې به د جولای د ۷ او ۸ نېټې سرمشریزه په دې تمرکز ولري چې متحدین څنګه “دفاعي پانګونه زیاتوي، د دفاعي صنعت تولید پراخوي، او د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوي.”

د ناټو غړو هوکړه کړې چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به د خپل کلني ناخالص کورني تولید (GDP) ۵ سلنه په دفاعي لګښتونو ولګوي.

خو په پنټاګون کې، د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیت هېګسیت د ټرمپ له دریځونو سره همغږي ښودلې، او په بروکسل کې یې د ناټو په وروستیو خبرو کې پر اروپايي متحدینو نیوکې وکړې. هغه همدارنګه په اروپا کې د امریکا د پوځي حضور په اړه د شپږو میاشتو بیا کتنه پیل کړي چې دا د ستراتیژیک بدلون یوه نښه ګڼل کېږي.

د ناټو بنسټ د ګډې دفاع پر اصل ولاړ دی یعنې پر یوه غړي برید پر ټولو برید ګڼل کېږي. دا ماده د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ له بریدونو وروسته یوازې یو ځل فعاله شوې.

د ناتو اتحاد چې په ۱۹۴۹ کال کې جوړ شوی، پداسې حال کې د نویو فشارونو سره مخ دی چې واشنګټن د خپلو اوږدمهالو پوځي ژمنو بیا ارزونه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG