د امریکا د بحري ځواکونو یو انجینر دوشنبه فبروري ۱۴ (سلواغې۲۵) په محکمې کې خپل جرم ومانه چې د امریکا په اتومي وسلو د سمبالو جنګي کښتیو په هکله محرم معلومات یې په یو داسې شخص پلورل چې ګمان یې کاوه د کوم بهرني حکومت استازی به وي خو په حقیقت کې دا کس د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې ( FBI) اجنټ و.
دغه انجینر جانتن ټیوبي چې ۴۳ کاله عمر لري د محرمو معلوماتو په هکله په یوې دسسیې کې خپل جرم ومانه. دا کس ښایي د ۱۲ څخه نیولې تر ۱۷ کالونو پورې بندي شي.
ټیوبي او میرمن یې ډیانا تیر کال د اکټوبر په میاشت کې وروسته تر هغه ونیول شول چې څارنوالانو وویل د حکومت محرمو معلوماتو ته د لاسرسي څخه یې ناوړه ګټه اخیستې او د اوبتلونو د طرحو او خصوصیاتو په هکله معلومات یې څو ځله پلورلي دي.
دې ۴۳ کلن امریکایي انجینر په محکمې کې ومنله چې په بهرني حکومت یې محرم معلومات د پیسو په بدل کې پدې خاطر پلورل چې متحده ایالاتو ته زیان ورسوي.
جانتن ټیوبي چې په اتومي برېښنا د سمبالو جنګي کښتیو په هکله یې د خپلې دندې له کبله معلومات درلودل د خپلې میرمنې په همکارۍ یې د اتومي اوبتلو د ریاکترانو په باره کې معلومات د ۱۰۰ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت په ډیجیټلي پېسو پلورلي و.
ایف بي آی وایي چې دا پلان د ۲۰۲۰ کال د اپریل په میاشت کې وروسته تر هغه پیل شو چې جانتن ټیوبي د بحري ځواکونو یوه کڅوړه یو بهرني هیواد چې نوم یې ندی اخیستل شو ولیږل او دا یې هم ورسره لیکلي و چې غواړي پدې هیواد عملیاتي منولونه، د کار کردګۍ راپورنه او نور حساس معلومات وپلوري.
د امریکا د فدرالي تحقیقاتو اجنټانو دا کڅوړه د ۲۰۲۰ کال په همدې بهرني هیواد کې د خپلو حقوقي آتشې د لارې د ډسمبر په میاشت کې تر لاسه کړله.
د ایف بي آی پولیسو د دې خاوند او میرمنې په کاله کې زرګونه نغد ډالر، د ماشومانو پاسپورتونه، له منځه وړل شوي اسناد او د کمپیوټري معلوماتو د ذخیره کولو آلې پیدا کړیدي.