د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي پوځیانو د ایران-یمن پر لار وسلې ضبط کړي


د متحده ایالاتو سمندري ځواکو د سه شنبې په ورځ جنورۍ ۱۰ (مرغومي ۲۰) د څه ډپاسه ۲۰۰۰ میل ټوپکو د کشف او ضبطولو خبر ورکړ چې د مقاماتو په وینا د کب نیولو په یوې کښتۍ کې له ایران څخه یمن ته قاچاق کیدې.

په بحرین کې د امریکایي پوځیانو اډې د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې دغه بار د جمعې په ورځ د عمان په سواحلو کې کشف او ضبط شوه؛ هغه لار چې ددې بیان په حواله ورڅخه د یمن حوثي یاغیانو ته د غیر قانوني مخمولو د انتقال لپاره کار اخیستل کیږي.

په یمن کې د میشتو امریکایي پوځیانو یو لوړپوړي مقام براد کوپر، ویلي دي شپږ یمنیان چې ددغه کښتۍ عمله وو نیول شوي دي. کوپر، ویلي دي چې د وسلو پدغه بار کې ۲۱۱۶ میل کلاشنیکوف موجود وو چې د "ایران د پرله پسې بې ثاته کوونکو فعالیتونو یوه برخه ده."

امریکایي پوځیانو ویلي چې چې "حوثیانو ته د وسلو برابرول، خرڅلاو او انتقال" که په مستقیمه توګه او یا غیر مستقیمه توګه وي د نړیوالو قوانینو ماتول ګڼل کیږي.

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې د یمن پر حوثي یاغیانو د وسلو بندیز ولګاوه، خو له هغه وخت راهیسې د وسلو او مهماتو څو کښتۍ، چې د مقاماتو په وینا له ایران څخه یمن ته قاچاق کیدې، نیول شوي دي.

تیره میاشت، د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو راپور ورکړ چې حوثي یاغیانو ته د بیلابیلو وسلو یو میلیون مرمۍ قاچاق کیږي.

د نومبر میاشتې په نیمایي کې، د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو د ۷۰ ټنه توغندیو د سونګ موادو د نیولو اعلان وکړ، چې د چارواکو په وینا، د کیمیاوي سرې په بوجیو کې ځای پر ځای شوي وو او د ایران څخه یمن ته د یوې کښتۍ په واسطه لیږدول کیدل.

حوثي یاغیانو د ۲۰۱۴ کال په سپټمبر کې د یمن پلازمینه صنعا ونیوله او د یمن مشروع حکومت چې د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پیژندل شوی و، جلاوطنۍ ته اړ شو. د ۲۰۱۵ کال په مارچ میاشت کې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د یمن د جلاوطن حکومت ترڅنګ د حوثي یاغیانو پر ضد جګړه پیل کړه.

د یمن په جګړه کې تراوسه په سلګونو زره کسان وژل شوی او په میلیونونو خلک د دغې جګړې په نتیجه کې له سختې لوږې او قحطۍ سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG