د امریکا د بحري ځواکونو د جنګي کښتیو ۵مه ډله چې په بحرین کې پرته ده، وایي په عرب سمندر کې یې د کب نیونې په یوې کښتۍ کې چې معلومه نده د کوم هیواد به وي، سلګونه کیلو ګرامه هیروئین (پوډر)نیولي دي.

د دې ځواکونو په اعلامیې کې چې نن پنجشنبه ډسمبر ۳۰ (مرغومي۹) خپره شوې ویل شوي چې د کښتۍ عملې ځانونه ایراني اتباع ښودلي دي.

په اعلامیې کې راغلي، "د امریکا د بحري ځواکونو کښتیو د دوشنبې په ورځ په عرب سمندر کې ۳۸۵ کیلو ګرامه هیروئین چې ارزښت یې تقریباً ۴ ملیون امریکایي ډالر کیږي، نیولي دي".

د امریکا بحري ځواکونو ویلي چې دا مخدره مواد یې په سمندر کې له منځه وړي دي.

د دې ځواکونو په اعلامیې کې ویل شوي د کښتۍ ۹ عمله چې ځانونه یې ایرانیان ښودلۍ د کښتۍ سره یو ځای خوشې شوي.

دا لومړي ځل ندی چې په عرب سمندر کې امریکایي ځواکونه غیر قانوني مواد ضبطوي. دغو ځواکونو دوه اوونۍ وړاندې د یوې چاودنې نه وروسته ۵ ایراني ماڼوګان د ډوبیدو نه وژغورل او په کښتۍ کې بار غیرقانوني مخدره مواد یې هم ضبط کړل.

د امریکا بحري ځواکونو ویلي ویلي چې په کښتۍ کې یې ۲ ټنه چرس، مت ‌آمفتامین او پوډر ضبط کړل چې عمان خلیج ته وړل کیدل.

امریکایي ځواکونو په دواړو قضیو کې د ۱۵۰ نړیوال ګډ کاري ځواک (CTF 150) په چوکاټ کې عملیات کول. ددې ځواک غړي په سمندر کې د غیرې قانوني وسلو او مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره امنیتي او د ترهګرۍ ضد عملیات کوي.

دغو ځواکونو په ۲۰۲۱ کال کې په سمندر کې د مخدره موادو ضد عملیاتو کې د ۱۹۳ ملیون ډالرو په ارزښت غیرې قانوني مخدره مواد نیولي دي.

د امریکا بحري ځواکونو په عرب سمندر کې د ۴ ملیون ډالرو په ارزښت هیروئین نیولي
![د امریکا بحري ځواکونو ویلي چې د کښتۍ عملې ځانونه ایرانیان معرفي کړي.](https://gdb.voanews.com/b09a8cef-c82c-4daf-b5ab-28dcac2bd246_w250_r1_s.jpg)