د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا بحري ځواکونو په عرب سمندر کې ۱۴ سوه کلاشینکوفونه ضبط کړي


د امریکا بحري ځواکونو ویلي چې د کښتۍ ۵ عمله یمنیان دي او بیرته به خپل هیواد ته واستول شي.
د امریکا بحري ځواکونو ویلي چې د کښتۍ ۵ عمله یمنیان دي او بیرته به خپل هیواد ته واستول شي.

د امریکا د متحده ایالاتو بحري ځواکونه وایي د عرب سمندر په شمالي برخه کې کې یې تقریباً ۱۴ سوه کلاشینکوفونه او ۲۲۶ زره مرمۍ د کب نیونې په یوې کښتۍ کې نیولي دي.

د امریکا د بحري ځواکونو ۵ مې ډلې پدې هکله په یوې اعلامیې کې ویلي، "کښتۍ چې معلومه نده د کوم دولت ده، لومړنۍ ارزیابۍ ښیي چې د ایران نه به راغلې وي او د نړیوالو اوبو هغې لارې ته داخله شوې وه چې پخوا پرې په غیرقانوني توګه په یمن کې حوثیانو ته وسلې قاچاق کیدې".

په اعلامیې کې ویل شوي چې د کښتۍ پنځه عمله د یمن اوسیدونکي دي او بیرته به خپل هیواد ته واستول شي. اعلامیه زیاتوي چې د امریکا بحري ځواکونو دا کښتۍ په اوبو کې ځکه ډوبه کړې چې د هغوي په وینا د سوداګرۍ کښتیو تګ راتګ ته یې خطر پیښاوه.

لویدیځ هیوادونه په ایران تور لګوي چې په یمن کې حوثي یاغیانو ته وسلې قاچاقوي خو ایران دا تورونه نه مني.

حوثي یاغیانو چې ایران یې تر شا ولاړ دی په ۲۰۱۴ کال کې یې په نړیواله کچه په رسمیت پیژندل شوي حکومت څخه پلازمینه صنعا او د هیواد ګڼ شمیر شمالي سیمې ونیولې.

د جګړې د پیل نه څه کم یو کال وروسته د ۲۰۱۵ کال د مارچ په میاشت کې د سعودي عربستان په مشرۍ او د متحده ایالاتو په ملاتړ ائتلافي ځواکونو په حوثیانو هوایی بمبارۍ پدې خاطر پیل کړلې چې د جمهور رئیس عبد ربه منصورهادي حکومت بیرته واک ته ورسوي.

د هماغه وخت راهیسې د خونړۍ جګړې مرکز دی چې شاوخوا ۱۳۰زره کسان په کې مړه شوي او د نړۍ تر ټولو سخت بشري ناورین سره مخامخ دی

خو د دوامدارو هوایي بمباریو او جګړو سره سره په یمن کې وضعیت په ټپه ولاړ حالت ته رسیدلی او په نړۍ کې تر ټولو د ستر بشري ناورین د راتګ سبب شوی.

XS
SM
MD
LG