د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا باید د سختو طوفانونو په وړاندې ځان چمتو کړي - کارپوهان


پداسې حال کې چې د امریکا د متحده ایالاتو د تکزاس او نورو ایالتونو اوسیدونکي لا هم د ژمنیو طوفانونو سره په مبارزه بوخت دي، کارپوهان وایي ښایي دغه هوا د متحده ایالاتو په نورو سیمو هم اغیز وکړي او امریکا باید د هغې په وړاندې د مبارزې وړتیا ولري.

د دې اونۍ طوفانونه چې د ختیځ په لور روان دي، د اقلیم د بدلون په وجه د جوي اوضاع خطرناکه کیدل په ډاګه کوي او ښيي چې محلي، ایالتي او فدرالي مقامات ندي توانیدلي چې د خطرناکې اب و هوا په وړاندې تیار شي.

تر اوسه دغه وروستيو سختو او بیسارو ژمنیو طوفانونو چې سختې واورې ورسره مل دي، په امریکا کې لږ تر لږه ۲۰تنه مړه کړي دي او ملینونو کسانو ته یې د بریښنا لیږد قطع کړی دی.

پدغو مصیبت ځپلو او له خطر سره مخ سیمو کې څه دپاسه ۱۰۰میلیون وګړي ژوند کوي او تمه ده چې د بریښنا په ګډون رامنځ ته شوې ستونزې د څو ورځو لپاره دوام وکړي.

دغه کړکیچ په ټوله امریکا کې د بریښنا سیستمونو ته د خطر زنګ غږولی دی. د هوا د حالاتو په خرابیدو سره د پخوا په پرتله سخت شرایط په مخ کې دي. د مثال په توګه تکزاس د دوبي په ګرمۍ کې زیاتې بریښنا ته اړتیا لري، خو تیرې اونۍ وښودل چې له دې وروسته به په ژمي کې هم دغه ایالت زیاتې بریښنا ته اړتیا ولري.

وروستیو طوفانونو د کروناویروس ضد واکسیناسیون چارې هم ځنډولي دي. د امریکا حکومت ویلي چې زیات امکان شته چې اغیزمن شویو ایالتونو ته د واکسین د لیږدولو چارې وځنډول شي.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن په پام کې لري چې څه ډپاسه دوه تریلیون ډالر په زیربناو او د پاکې انرژۍ په برخه کې په پانګونه وکړي.

ښاغلي بایډن ژمنه کړې چې د امریکا د متحده ایالاتو د بریښنا شبکه د ۲۰۳۵کال پورې د کاربن له ککړتیا پرته (کاربن – فري) کړي او ودانۍ داسې جوړې کړي چې د یخنۍ او ګرمۍ پر وړاندې مقاومت ولري او سړکونه ورغوي او د بریښنایي موټرو لپاره د چارج کولو ځایونه جوړ کړي.

د اقلیم د چارو متخصصین خبرداری ورکوي چې امریکا باید د داسې حالاتو په وړاندې ښه پروګرامونه برابر کړي ځکه د آب و هوا اړوند دغه ډول سختې پیښې تر ډیره د هیواد په زیاتو برخو کې رامنځ ته کیږي.

XS
SM
MD
LG