د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د هالوکوکاسټ د یو ژوندي پاتې شوي لور دجرمني لپاره سفیره نومولې


د جرمني لپاره د امریکا نوې نومول شوې سفیره
د جرمني لپاره د امریکا نوې نومول شوې سفیره

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د پنسلوانیا د پوهنتون رئیسه، ایمي ګوتمن د جرمني لپاره نوې سفیره ونوموله.

میرمن ګوتمن ۷۱ کلنه او د هالوکاسټ یا د یهودانو د ډله ییزې وژنې څخه د یو ژوندي پاتې شوي شخص لور ده. دا لومړی ځل دی چې د امریکا متحده ایالات د جرمني لپاره یوه میرمن سفیره نوموي.

د امریکا متحده ایالاتو تر اوسه د نوې سفیرې په توګه د میرمن ایمي ګوتمن د نومول کیدو په هکله څه ندي ویلي خو د جرمني یو حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د «دیر شپیګل» مجلې ته دا معلومات تائید کړي.

د امریکا سنا او د جرمني جمهور رئیس فرانک والټر شتاینمایر هم باید د ګوتمن ټاکل کیدل منظور کاندي.

میرمن ایمي ګوتمن د ۲۰۰۴ کال راپدیخوا د پنسلوانیا د پوهنتون مشره ده او په دیموکراتیکو بهیرونو کې تخصص لري. هغه د امریکا د مخکني جمهور رئیس باراک اوباما په وخت کې د ټولنیزو، اخلاقي او حقوقو څیړنو د ځانګړي کمیسیون مشره هم وه.

هغې په ۲۰۱۳ کال کې ویلي وو چې پلار یې یهود و او په نازي جرمني کې د ژوند تجربو یې د دې په ژوند "ژور اغیز" درلود.

تر میرمن ګوتمن وړاندې رچارډ ګرینل په جرمني کې د امریکا سفیر و چې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ملګری و.

ښاغلي ګرینل تنده رویه درلوده او نیت یې درلود چې په اروپا کې د عرفي ټولنیز، سیاسي او اقتصادي اساساتو ضد ښي اړخي قوي کاندي.

د امریکا دې استازي د ایران په اتومي موافقې، د جرمني د دفاعي لګښتونو او د چین د هواوې شرکت سره د جرمني په اړیکو ښکاره انتقادونه کول چې دا کار د کوربه هیواد د قهر کیدو سبب کیده.

ګرینل وروسته بیرته واشنګټن ته ستون شو او د ښاغلي ټرمپ د ملي استخباراتو د ادارې مشر وټاکل شو خو تیر کال د جون په میاشت کې یې خپله دنده پریښوده.

اوس مهال په جرمني کې د امریکا استازیتوب شاردافیر رابن کوین ویل کوي.

XS
SM
MD
LG