د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ انځور لرونکې د سرو زرو یادګاري سکه وړاندې شوه

د امریکا د ۲۵۰مې کلیزې په ویاړ، د سرو زرو د هغې سکې طرحه وړاندې شوه چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ انځور پرې نقش شوی دی.

د امریکا د مالیې وزیر، سکاټ بېسنټ، د چهارشنبې په ورځ د جولای ۱۵مه، د یوه وړاندیز له مخې د سرو زرو د یو ډالري سکې طرحه خپره کړه چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څېره پرې نقش شوې ده. ټاکل شوې ده چې دا سکه د امریکا د ازادۍ د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت جوړه شي.

ښاغلي بېسنټ د سرو زرو د دغه یو ډالري سکې د دواړو مخونو انځورونه خپاره کړل او ویې ویل چې د دې اقدام موخه "د آزادۍ د تلپاتې میراث درناوی او د وطنپالۍ د یوه سمبول رامنځته کول" دي.

هغه د اکس په حساب کې لیکلي، "دا سکه، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ انځور پرې نقش شوی، د امریکایي ارزښتونو څرک او د هغه ملت د ژمنتیا ځواک ستايي چې د آزادۍ ساتنې ته یې وقف کړی دی. "

د امریکا د سکو د ضرب ادارې د معلوماتو له مخې، که څه هم کانګرس د یادګاري سکو د تولید اجازه ورکوي، خو د سکو د طرحو وروستۍ منظوري او د هغو د تولید واک د مالیې له وزیر سره خوندي وي.

د امریکا د ولسمشرانو په انځورونو د یادګاري سکو جوړول کومه نوې خبره نه ده. کالوین کولیج د امریکا دېرشم ولسمشر هم په ۱۹۲۶ کال کې د امریکا د بنسټ اېښودلو د ۱۵۰مې کلیزې په مناسبت د پنځوسو سنتو یا (نیم ډالر) یادګاري سکو د جوړولو امر وکړ چې د هغه خپل انځور او د امریکا د لومړي ولسمشر، جورج واشنګټن، انځورونه پرې نقش شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG