د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوري غوښتونکی کانگرس د اوباما پریکړې ننگوي


د امریکا نوی کانگرس
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00

د امریکا په نوي کانگرس کې ٨٠ سلنه نارینه دي او پاتې برخه یې ښځې دي.

محافظه کارانو غړو هوډ کړی دی چې ولسمشر اوباما یوشمیر پریکړې بیرته په شا وتمبوي. د اپوزیسیون گوند د تیر نومبر په ټاکنو کې دومره څوکۍ وگټلې چې د ولسمشر اوباما د دورې په دغو وروستیو پاتي دوو کلونو کې به د کانگرس په دواړو خونو کې اکثریت وی.

جمهوري غوښتونکي د استازو په ۴٣٥ کسیزه خونه کې ٢۴٦ څوکۍ لري چې دوی په تیرو ٧٠ کالونو کې دومره غښتلی اکثریت نه درلود او د سنا په سل کسیز مجلس کې هم ٥٥ څوکۍ لري.

جمهوري غوښتونکې د کاناډا څخه د تیلو د نل لیکې د پروژې پیلول غواړي چې د دوی په اند خلکو ته د کار زمینه برابروي او هم امریکا د نرژي په سکتور کې په ځان بسیا کوي، خو دیموکراتان دغه پروژه د چاپیریال د پاره یو ستر ناورین بولي.

د کانگرس په دواړو خونو کې جمهوري غوښتونکې هڅه کوي چې د روغتیا د بیمې او د مهاجریت په قانون کې د تبدیلي په اړه د ولسمشر اوباما اجرائیوی فرمانونه بیرته راوگرځوي.

د ولسمشر لخوا د ویټو کولو صلاحیت

ولسمشر اوباما ویلي دي چې د جمهوري غوښتونکو هغه مسودې به ویټو کړي چې دده خوښې نه وي. جمهو‏ر‎ي غوښتونکې په دواړو خونو کې اکثریت دي خو د ولسمشر د ویټو مخنیوی نه شي کولی.

ولسمشر ویلي دي د نوي کانگرس سره د گډ کار کولو ته لېواله دی او د دواړو گوندونو ترمنځ د مفاهمې ساحې شته لکه د مالیاتو ریفورمونو او نړیوالې سوداگریزې موافقې.

اټکل کیږي چې سناتور مچ مکانل به د سنا د مجلس رئیس او جان بینر به د دریمې دورې د پاره د کانگرس د استازو د خونې رئیس وټاکل شي او دوی دواړه د ولسمشر اوباما له ډیرو پایسیو سره سخت اختلاف لري.

  • 16x9 Image

    ایوب خاورین

    محمد ایوب خاورین د امریکا په نیویارک ایالت کې د سیراکیوز له پوهنتون څخه په نړیوالو چارو او بهرني سیاست کې ماستري اخیستي ده او اوسمهال په واشنگټن کې د امریکا غږ خبریال دی.

XS
SM
MD
LG