د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا: د امریکا د اوبتلونو تړون د اتومي وسلو سیالي پیدا کوي


د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د هند – آرام سمندر په سیمه کې د متحده ایالاتو نوی اتحاد او د اسټرالیا او امریکا نوې موافقه په سیمه کې د "اتومي وسلو د سیالۍ" د پیدا کیدو سبب کیدی شي.

د شمالي کوریا سرکاري مطبوعاتو د بهرنیو چارو د وزارت د یو چارواکي له قوله ویلي چې دا "بې حده خطرناک او ناوړه کړنې دي چې د آسیا-آرام سمندر په سیمه کې ستراتیژیکه موازنه خرابوي او د اتومي وسلو په سر سیالي پیدا کوي."

متحده ایالاتو تیره اوونۍ د اسټرالیا او بریتانیې سره د نوي امنتیي تړون اعلان وکړ. پدې درې اړخیزې ستراتیژیکې همکارۍ کې متحده ایالات اسټرالیا ته اوبتلونه ورکوي.

ها خوا شمالي کوریا د چارشنبې په ورځ په سمندرګي کې دوه توغندي وار کړل او په غبرګون کې جنوبي کوریا څو ساعته وروسته داسې بالاستیک توغندی وازمایه چې د اوبتل نه توغول کیږي.

جنوبي کوریا پدې آزمایښت سره په نړۍ کې اوم هیواد شو چې دا ټول ټیکنالوژي لري.
شمالي او جنوبي کوریا پداسې وخت کې د توغندیو د آزمایښت دا سیالۍ کوي او متحده ایالات د آرام سمندر د هیوادونو سره تړونونه کوي چې ها خوا د چین او امریکا سیالیو هم زور اخیستی.
د اسټرالیا او بریتانیې سره د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن دا نوې امنیتي موافقه تر ډیره حده د چین د مهارولو په معنی لیدل کیږي.

استرالیا له دغه موافقې وروسته له فرانسې سره د اوبتلونو د ۲۰۱۶ تړون لغوه کړ او فرانسې له امریکا او استرالیا څخه خپل سفیران وروبلل.

د واشنګټن او پاریس ترمنځ دپلوماتیک روابط خراب شوي او ټاکل شوې چې ژر د دواړو هېوادونو مشران سره وویني. استرالیا ویلي دي چې د خپلو ملي ګټو په اساس یې دا تړون کړی دی.

XS
SM
MD
LG