د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د خوړو نړیوال پروګرام د مشرۍ لپاره لوک لېنډبرګ نوماند کړی دی

متحده ایالتونو لوک لېنډبرګ د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) د راتلونکي اجرائیوي رئیس په توګه نوماند کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازولۍ ویلي د نړیوالو پروګرامونو د مدیریت، د بشري مرستو د رسولو او د عملیاتي چارو د ښه والي په برخه کې د لېنډبرګ تجربه د دې دندې لپاره مناسب شخص ګڼي چې د دغه سازمان مشري پر غاړه واخلي څو د نن ورځې له ننګونو سره مقابله او د راتلونکو له فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

لېنډبرګ اوس د امریکا د کرهنې وزارت د سوداګرۍ او بهرنیو کرهنیزو چارو د مرستیال وزیر په توګه دنده ترسره کوي. نوموړی د امریکا د خوړو د مرستو او کرنیزو پروګرامونو په چارو کې هم ونډه لري چې په نړیواله کچه د خوړو له مرستو سره تړلي پروګرامونه پکې شامل دي.

د هغه نوماندي په داسې وخت کې کېږي چې د خوړو نړیوال پروګرام له مهمو ننګونو سره مخ دی.

متحده ایالتونه د خوړو د نړیوال پروګرام یو له مهمو ملاتړو څخه ګڼل کیږي. دغه سازمان په جون میاشت کې د امریکا د ۸۰۰ میلیونه ډالرو مرستې له اعلان څخه هرکلی وکړ. ټاکل شوې دغه مرسته په لږ تر لږه ۳۷ هېوادونو کې له څه باندې ۳۸ میلیونو زیان‌منو خلکو سره د خوړو او تغذیې په برخه کې پر مرستو ولګول شي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، په ۲۰۲۶ کال کې په ټوله نړۍ کې میلیونونه کسان د خوړو ناامنۍ سره مخ دي. دغه سازمان خبرداری ورکوي چې جګړې، سخت اقلیمي شرایط، د بشري مرستو زیاتېدونکې اړتیاوې او د بشري مرستو په بودیجه کې کموالی، د خوړو د نړیوالو مرستو پر فعالیتونو لا زیات فشار راوړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام د ملګرو ملتونو هغه مخکښه اداره ده چې د لوږې پر وړاندې مبارزه کوي. دغه اداره په بېړنیو حالاتو کې د خوړو او تغذیې مرستې برابروي او له هغو ټولنو سره مرسته کوي چې د جګړو، طبیعي افتونو، بې‌ځایه کېدو او نورو بحرانونو له امله اغېزمنې شوې وي.

د دغه سازمان په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې یې شاوخوا ۱۲۱ میلیونه خلکو ته مرستې رسولې دي. د مرستو ترلاسه کوونکو ۵۴ سلنه ښځې او نجونې وې، او په ټوله کې ۱۵.۸ میلیارده ورځنۍ خوراکي بستې برابرې شوې دي.

که لېنډبرګ دې دندې ته وټاکل شي، هغه به د سنډي مک‌کېن ځای ونیسي، چې د خوړو نړیوال پروګرام د اجرائیوي رئیسې په توګه یې دنده ترسره کړې ده.

د امریکا لپاره د لېنډبرګ نوماندي د دغه هېواد د کرهنیزې پالیسۍ، د خوړو د مرستو او په نړیواله کچه د بشري مرستو ترمنځ اړیکې هم څرګندوي.

په داسې حال کې چې په نړۍ کې د لوږې کچه لا هم لوړه ده او د بشري مرستو بودیجه له فشار سره مخ ده، ددې ادارې نوی مشرتابه به له مهمو پرېکړو سره مخ وي، مثلا محدودې سرچینې په کومو برخو کې ولګول شي او څنګه وکولای شي دغه اداره تر ټولو اړمنو خلکو ته خپلې مرستې په وخت ورسوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG