په داسې حال کې چې متحده ایالتونه د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې د لمانځلو لپاره چمتووالی نیسي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د شمالي ډکوټا ایالت ته سفر وکړ او هلته یې د امریکا د پخواني ولسمشر تیوډور روزوېلټ د ولسمشرۍ کتابتون د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
دا کتابتون د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې د «آزادي ۲۵۰» د ملي پروګرامونو په لړ کې پرانیستل شو.
ولسمشر ټرمپ په خپلو څرګندونو کې وویل چې د تیوډور روزوېلټ ژوند د امریکا د زغم، استقامت او مخکښ مشرتابه یو سمبول دی.
هغه زیاته کړه چې روزوېلټ یو وخت ویلي وو، که په شمالي ډکوټا کې یې ژوند او تجربې نه وای، ښايي هېڅکله ولسمشرۍ ته نه وای رسیدلای.
ولسمشر ټرمپ وویل، د تیوډور روزوېلټ ژوند او مبارزه اوس هم امریکایانو ته د استقامت او هوډ الهام ورکوي، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې هېواد د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې لمانځلو ته نږدې شوی دی.
هغه وویل: "درې ورځې وروسته به موږ د خپلواکۍ د اعلامیې د لاسلیک ۲۵۰مه کلیزه ونمانځو. دا زموږ د هېواد د تاریخ له تر ټولو ویاړلو شیبو څخه یوه ده."
د تیوډور روزوېلټ د ولسمشرۍ کتابتون د امریکا د تاریخ، زدهکړې، ملي هویت او د هېواد د راتلونکې په اړه د پوهاوي یو مهم مرکز بلل کېږي.
فورم \ دبحث خونه