د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ او کېم د عالي غونډې لپاره مذاکرات کیږي


خلک د ډانلډ ټرمپ او کېم جانگ اون تصویرونه د سیول په تلویزیون کې د یو خبري پروگرام په ترڅ کې گوري، جنوبی کوریا د مې ٢٥- مه ٢٠١٨ کال.
خلک د ډانلډ ټرمپ او کېم جانگ اون تصویرونه د سیول په تلویزیون کې د یو خبري پروگرام په ترڅ کې گوري، جنوبی کوریا د مې ٢٥- مه ٢٠١٨ کال.

د متحدو ایالاتو او شمالي کوریا چارواکیو د یکشنبی په ورځ په غیرنظامي سیمه پنوم جم کې له یوبل سره وکتل او د ډانلډ ټرمپ او کېم جانگ اون د احتمالي عالي غونډې د جوړښت په اړه ېې خبرې وکړلې.

د امریکا او شمالي کوریا استازیوو د جنوبي کوریا او شمالي کوریا د سرحد په یوې غیرپوځي سیمې کې غونډه کړې ده. هغوی د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د شمالي کوریا د رهبر کیم جانګ اون د مخامخ امکاني لیدو کتو پر جزئیاتو بحث کړی دی.

که څه هم په دې تیرو څو ورځو کې په واشنگټن کې د ا نتظار او اندېښنی حاللت ډیر زیات دی، ځکه د ولسمشر پیغامونه دسنگاپورې دعالی غونډې په تړاو ورځ په ورځ بدلېږی.

خو له دې ټولو سره سره د متحدو ایالاتو چارواکي دیکشنبې په ورځ د شمالی کوریا غیر پوځې سیمی ته ورسېدل. او د یکشنبی په ورځ ېې له یوبل سره وکتل ، څو د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او شمالی کوریا د مشر کیم جانگ اون ترمنځ په سنگاپور کې دعالی غونډې لپاره شرایط چمتوکړي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ دتیرې پنجشنبی په ورځ نړۍ په دې اریانه کړله چې کېم جانگ اون ته ېې په یوه خلاص لیک کې ولیکل " داوخت د غېراټومی کولو عالی غونډې ته مناسب ندی."

د ټرمپ او کېم ترمنځ سرمشریزه غونډ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00

خوښاغلی ټرمپ یوه ورځ وروسته ټویټ وکړ چې دده اداره له شمالی کوریا سره د ډیرو گټورو خبرو لپاره پرمخ روانه ده چی د عالي غونډې کارونه بیرته پیل کاندي.

ولسمشر ټرمپ په ټویټ کې داهم ولیکل چې دی په رېښتونې توگه په دې باوردی چي شمالی کوریا ډیره روښانه اینده لري او یوه ورځ به ډیر ستر اقتصادی او مالی قدرت وي. کیم جانگ اون په دې خبره له ماسره توافق لری چی داکار به وشي.

په فلیپین کې د متحدو ایالاتو اوسنی سفیر چی پخوا په جنوبی کوریا کې هم د امریکا سفیر و د امریکا د هیئت مشري کوی چی د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او شمالی کوریا د رهبر کېم جانگ اون ترمنځ د خبرو لپاره شرایط برابر کړي. رپوټونه وايی دامجلسونه ښايی ترسه شنبی په ورځ دوام وکړي.

د شمالی کوریا دولتی رسنیو هم رپوټ ورکړیدی چی د کیم جانگ اون اراده په دې اړه ټینگه ده چې له ټرمپ سره د خبرو اترو بهیر پرمخ ولاړ شی. د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لهجه د شنبی په ورځ همدسنگاپور د عالی غونډې پهتړاو ډیره مثبته وه.

د متحدو ایالاتو جمهوررئیس ډانلډ ټرمپ د شنبی په ورځ وویل: که چېرې موږ د کوریا د ټاپووزمې د غېراټومی کولو په بهیر کې بریالي شو، نو دابه د شمالی کوریا لپاره سترکار وي، دابه د جنوبی کوریا لپاره ستر کار وي، دابه د جاپان لپاره ستر کار وی؛ او دنړۍ لپاره به هم ستر کار وي ؛ دابه د متحدو ایالاتو او چین لپاره هم ستر کاروي. نوله دې امله موږ د جون ددولسمی نیټې مجلس ته په سنگاپورکې سترگې په لار یو. هغهپروگرام بدل شوی ندی او په ډېره توگه پرمخ روان دی نوموږ به وگورو چې څه پېښېږي."

په عین حال کې د جنوبی کوریا جمهوررئیس مون جی ان د شمالی کوریا په غوښتنه له کیم جانگ اون سره بیا وکتل.

د جنوبی کوریا جمهوررئیس مون جې ان وویل: ما رئیس کېم ته وویلکه چېرې دی دا پریکړه وکړي چې د غېراټومی کولو بشپړ بهیر عملي کړي؛ نو ولسمشر ټرمپ دیته اقتصادي همکاریو ته لیوال دی او د شمالی کوریا او امریکا ترمنځبه غېردوستانه اړیکی پایته ورسوي.

په واشنگټن کې د ولسمشر ټرمپ متحدین اونقادان په دې روان بهیر باندې غور کوي. جمهوری غوښتونکی سناتور مارک روبیو ولسمشر ټرمپ په دې ستايي چی پر شمالی کوریا ېې فشار راوست چې د مذاکراتو میزته راشی. خو هغه په دې کې شکمن دي چی د ټرمپ کیم مذاکرات به بریالی شي اوکه نه.

جمهوری غوښتونکی سناتور مارکو روبیو وايي:زه په دې خبره قانع شوی یم چی هغه (کېم) غیر اټومی کیدنه نه غواړي. حقیقت دادی چې هغه به له اټومی پروگرام نه لاس وانخلي. د شمالی کوریا د رهبر مجلس به له ولسمشر ټرمپ سره دهغه (کېم) مقامد نړۍ والو مشرانو په کچه لوړ کړي."

سناتورمارکو روبیووايی کیم په داخل کې هم ښايی له نارضایتیو سره مخامخ وی او دامجلس ورته گټه کوي.

د متحدو ایالاتو د استخباراتو یعنیسي آی اې پخوانی رئیس مایکل هېډن وايی دی فکر کوي چي ښايی د ټرمپ او کیم غونډه امکان ولري. خو هغه په دې کې شک لري چی ولسمشر ډانلډ ټرمپ دې په کافې آندازه دغې عالي غونډې ته ځان چمتو کړی وي.

له بل پلوه د شمالی کوریا لهجه هم د سنگاپور د عالی غونډې په تړاو ډیره دقیقه او سنجول شوې وه. د ولتی رسنیو ویل چی ددې لیوالتیا شته ده چی مخامخ له امریکا سره خبرو ته کینی او ستونزې هروخت اوهرچیرته چی وی؛ په هره بڼه چی وي له یوبل سره اوارې کاندي.

XS
SM
MD
LG