د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د ظواهري وژل کیدل ؛ امریکا د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ نه خوشې کوي


په کابل کې د القاعده د شبکې مشر ایمن الظواهري تر وژل کیدو وروسته د جمهور رئیس جو بایډن حکومت پریکړه کړې چې د افغانستان د شاوخوا ۷ ملیارد کنګل شویو شتمنیو هیڅ یوه برخه نه خوشې کوي.

د امریکا حکومت پخوا ویلي و چې ددې شتمنیو د نیمایي برخې په خوشې کولو غور کوي چې د افغان ولس د خیر ښیګڼې لپاره ترې کار واخیستل شي.

سپینې ماڼۍ پدې کار کاوه چې دا ۳.۵ ملیارده ډالر د اعتماد ځانګړې وجهي صندوق ته واچول شي چې له یوې خوا افغانستان وکړی شي د بشري مرستو لپاره پیسې ورکړل شي او له بلې خوا یو شمیر یې مرکزي بانک ته واچول شي خو پدې شرط چې طالبان دا ډاډ ورکړي چې دا پیسې به د څه شي لپاره کاروي.

خو د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې دوشنبه اګست ۱۵ (زمري۲۴) په یو راپور کې ویلي چې د اوس لپاره دا دواړه آپشنونه نشته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د وال سټریټ ژورنال په ورځپاڼې کې دې راپور ته په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خلاصولو لپاره د ځانګړي وجهي صندوق د ایجاد په برخې کې د نړیوالو شریکانو سره په ګډ کار کولو کې ډیر پرمختګ وشو خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې "د دوحې تړون څخه د طالبانو د ښکاره سرغړاونې څرګندیدنه د دې ډلې سره زمونږ د پاتې تعامل اهمیت معلومیږي. "

د وزارت ویاند همدارنګه ویلي چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په هکله "په راتلونکې کې زمونږ په دریځ کې به دا حقیقت په نظر کې نیول کیږي".

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ هم چې څو ځله یې د دې کنګل شویو پیسو او نورو موضوعاتو په هکله د طالب چارواکو سره مخامخ خبرې کړي، د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې متحده ایالات د اوس لپاره د افغانستان مرکزي بانک ته د دې سرمایې ورکړه یو آپشن نه بولي.

امریکا د دې شتمنیو پر سر د طالبانو سره مخامخ خبرې هم ځنډولي دي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا پخواني مشر حمدالله محب هم امریکا غږ سره په تازه مرکې کې وویل چې طالبانو د القاعده شبکې او نورو "ترهګرو ډلو سره د خپلو اړیکو په هکله درواغ ویلي" او زیاته یې کړه چې کنګل شوې شتمنۍ د طالبانو یا بل چا حق ندی چې مصرف یې کړي.

ښاغلي محب زیاته کړه، " د افغانستان د ولس سره د مرستې کولو لپاره بیلا بیلې چارې شته دي خو که چیرته دا شتمنۍ طالبانو ته په یو یا بل لار ورکړل شي، د هغوي رژیم به لا قوي شي".

د افغانستان مرکزي بانک دې پیسو ته پدې خاطر اړتیا لري چې له یوې خوا په هیواد کې د انفلاسیون مخه ونیسي، بلکې په عین حال کې د افغانیو بیعه ثابته کړي او بله دا چې د هیواد ناورغ اقتصادي وضعیت پرې ورغوي.

په دوحې کې د سولې په تړون کې طالبانو ژمنه کړې وه چې د القاعده شبکې په ګډون به هیڅ یو ترهګرې ډلې ته په افغانستان کې د ځای پر ځای کیدو فرصت نه ورکوي خو دا چې د القاعده د شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې ووژل شول، امریکایي چارواکي پدې اند کړي چې طالبان پخپلې ژمنې ندي ولاړ.

سره لدې چې طالبانو وایي په کابل کې د ظواهري په شتون نه و خبر او پدې هکله پلټني کوي خو د متحده ایالاتو جګپوړي چارواکي وایي ښایي چې د طالبانو د حقاني شبکې غړي پدې خبر و چې الظواهري په کابل کې و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت جولای ۱ (چنګاښ۱۰) په افغانستان کې د القاعده او اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګې په شتون د اندیښنې تر څنګ د زلزله ځپلو خلکو سره د بشري مرستو په چارو کې د طالبانو په لاس وهنې اندیښنه څرګنده کړې.

د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي تامس ویسټ د جون په ۲۹ مې او ۳۰ مې ه د قطر په پایتخت دوحې کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر او نورو چارواکو سره په بیلا بیلو موضوعاتو خبرې اترې وکړلې.

د وزارت په اعلامیې کې راغلي، "د طالبانو پلاوي یو ځل بیا ژمنه وکړله چې هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي د افغانستان د خاورې څخه نور هیوادونه وګواښي".

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې امریکایي پلاوي د طالبانو سره په لیدو کاتو کې په افغانستان کې د القاعدې، داعش د خراسان څانګې او نورو ترهګرو سازمانانو په شتون اندیښنه څرګنده کړه.

XS
SM
MD
LG