د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له اسرائیل غوښتي چې د غزې په جنوب کې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي


د سپینې ماڼۍ یو مقام د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۹ (تلې ۲۸) وویل چې اسرائیل باید د غزې په جنوب کې د حماس پر ضد تر هغه وخته پورې جنګي عملیات پیل نه کړي تر څو چې پوځي پلان جوړونکو د تښتیدونکو فلسطیني ملکي وګړو خوندیتوب په پام کې نه وي نیولی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د مشاور مرستیال جون فینر د سي بي اس د Face the Nation «فیس د نیشن» خپرونې ته وویل: "په هغه صورت کې چې اسرائیل ښایي [دغزې] د سویل په شمول جنګي عملیات پیل کړي، موږ باور لرو ... چې دوی یې د کولو حق لري."

فینر وویل: "موږ فکر کوو چې د دوی عملیات باید تر هغه پورې ترسره نشي، تر څو چې دا خلک، دغه اضافي ملکي وګړي د دوی په نظامي پلان کې حساب شوي نه وي." هغه زیاته کړه، "موږ به دا [پیغام] په مستقیمه دوی ته ورسوو او دا په مستقیم ډول دوی ته رسوو."

حماس د اکټوبر په اوومه په یوې اسرائیلي ټولنې باندې په خپل مرګوني برید کې د اسرائیلي مقاماتو په وینا ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۴۰ تنه یې یرغمل کړل. ددې برید په غبرګون کې اسرائیل پر غزې او حماس د سخت دریځه ډلې د له منځه وړلو لپاره هوایي، توپچي او ځمکني بریدونه وکړل.

د اسرائیل بریدونو د غزې د شمال برخه په داسې حال کې په خاورو او خځلو بدله کړه، چې د غزې ۲.۳ میلیونه نفوس نه دوه پر دریمه برخه سویل ته بې ځایه شوي دي.

د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت وایي د اسرائیل په بمباریو کې د ۵۰۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۲۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

جون فینر له اسرائیل څخه وغوښتل چې د غزې په شمال کې د خپلو پوځي عملیاتو څخه درس واخلي او د فعالې جګړې د ساحې په کمولو او د ملکي خلکو د پناه اخیستو د ځای په مشخص کولو سره د ملکي خلکو خوندیتوب ډاډمن کړي.

د شنبې په ورځ اسرائیل پداسې حال کې د غزې په جنوبي برخو کې ملکي وګړو ته خبرداری ورکړ چې له شمال څخه د جنوب په لور د بريد لپاره تياری نيسي.

فلسطینیان وایي، جنوبي سیمې په پرله پسې ډول د اسرائیل له خوا بمبار شوي، او د امنیت په اړه د اسرائیل ژمنې بې بنسټه بولي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG