د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي مقامات: اسرائیل په عراق کې د ایران د وسلو زیرمه له منځه وړې


امریکایي مقاماتو تائید کړه چې په عراق کې د ایراني وسلو زیرمتون باندې د تیرې اونۍ د هوایي برید مسؤل اسرائیل دی. دغه برید کولای شي د ایران او اسرائیل ترمنځ کړکیچ نور هم پراخ کړي.

امریکایي مقامات د اسرائیل دغه برید پداسې حال کې تائیدوي چې د اسرائیل صدراعظم”بنیامین نتنیاهو“ هم په زغرده اشاره کړې ده چې هیواد یې په عراق کې د وسلو پر زیرمو باندې د هوایي بریدونو تر شا و.

په عراق کې د وسلو پر زیرمو باندې د تیرې اونۍ د بریدونو مسؤلیت کومې ډلې او یا کوم هیواد په رسمي توگه ندی منلی او عراقي مقامات هم ندي توانیدلي چې پدې هکله ځواب ووایي، خو په قوي اټکل داسې گمان کیږي چې دغه بریدونه اسرائیل کړي دي.

دوو امریکایي مقاماتو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې اسرائیل د ایراني وسلو په زیرمو یو برید په جولای میاشت کې کړی و چې د ایران دوه پوځي منصبداران په کې هم وژل شوي وو.

د عراق په صلاح الدین ولایت کې د جولای په ١٩نیټه هم یو هوایي برید د ملیشو پر اډې وشو چې سترې چاودنې او اور لگیدنې یې رامنځته کړې وې.

هغه وخت د ایران د شیعه ملیشو یو مقام وئیلي و چې پدغه برید کې د ایراني او لبناني سلاکارانو د اوسیدو ځای او همداشان دوسلو یو زیرمتون په نښه شوي وو.

د جمعې د ورځې په سهار د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د امریکایي او اسرائیلي مقاماتو له خولې رپوټ ورکړ چې اسرائیل تیره میاشت په عراق کې د ایراني وسلو په یوه زیرمه بمبارد کړې و.

په١٩٨١ کال کې اسرائیلي الوتکو د عراق د پخواني جمهور رئیس”صدام حسین“ د حکومت پر وخت یوه جوړیدونکې اټومي بټۍ په نښه او ویجاړه کړې وه چې د هغه وخت راهیسې دا پدې هیواد باندې د اسرائیل لومړنی هوایي برید دی.

ایران تر اوسه پدغه هکله غبرگون ندی ښودلی.

XS
SM
MD
LG