د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: افغانستان کې د پاتې امریکایانو د راایستلو لارې چارې لټوو


امریکايي وايي شاید شاوخوا ۱۰۰ امریکايي اتباع هلته پاتې وي
امریکايي وايي شاید شاوخوا ۱۰۰ امریکايي اتباع هلته پاتې وي

سره لدې چې د افغانستان نه ټول امریکایي اتباع او لسګونه زره نور کسان یې له افغانستان څخه اېستلي، خو ویل کیږي چې لا هم سلګونه امریکایي اتباع په افغانستان کې پاتې دي.

سپینې ماڼۍ د یکشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د پاتې امریکایي اتباعو د راایستلو لپاره لارې چارې لټوي.

د جمهور رئیس جو بایډن د دفتر رئیس ران کلین د سي ان ان سره په مرکې کې ویلي چې د امریکایي چارواکو په ګمان لا هم د ۱۰۰ په شاوخوا کې امریکایي اتباع په افغانستان کې پاتې دي.

ښاغلي کلین وویل، " که هغوي وغواړي مونږ یې د رایستلو لپاره لارې چارې لټوو. ډیر احتمال شته چې قطر د پروازونو د پیل د لارې وشي. ""

د سپینې ماڼۍ دې چارواکي همدارنګه وویل چې متحده ایالات کوښښ کوي د هغو افغانانو سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې یې د امریکايانو سره کار کړی.

خو بل پلو بیا د امریکا د استازو په مجلس کې د بهرنیو اړیکو په جرګه ګۍ کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند مخکښ غړي مایکل مک کال د فاکس نیوز سره په مرکې ویلي چې د امریکا د استخباراتو د ادارې د معلوماتو په اساس سلګونه امریکایان په افغانستان کې پاتي.

په مزار شریف کې د دریدلو الوتکو موضوع

په افغانستان کې چارواکي وایي لږ تر لږه څلور دربست (کرایه) شوې الوتکې چې سلګونه کسان پکې سپاره دي، الوتلو ته نه پریښودل کیږي. یو افغان چارواکي ویلي چې په الوتکو کې سپاره کسان افغانان دي چې اکثریت یې پاسپورت او ویزه نلري.

خو د امریکا د کانګریس دا غړی بیا وایي چې په الوتکو کې امریکایي اتباع هم شته دي او طالبان یې الوتلو ته نه پریږدي.

XS
SM
MD
LG